په پاکستان کې د بمي برید له امله مرگ ژوبله رامنځ ته شوې ده
۱۳۹۰ اسفند ۴, پنجشنبهاعلان
د پنج شنبې په ورځ د پیښور ښار ته نزدې د موټرو په یوه تمځای کې د بمي برید له امله یو شمیر کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. د پیښې په قربانیانو کې کوچنیان هم شامل دي. د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې چاودنه په موټر کې د ځای پر ځای شوي بم له امله رامنځ ته شوې ده.