1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لښکرگاه کي ځانمرگي بريد ۲ وژلي او ۴۰ ټپيان کړي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۹, سه‌شنبه

د هلمند امنيتي چارواکي وايي چي په لښکرگاه کي د يوه لارۍ بم په چاودنه کي ۲ تنه ملکي کسان وژل سوي او نزدې ۴۰ نور ټپيان سوي دي. پېښه د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د دروازې مخي ته رامنځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/1FpvK
انځور: AFP/Getty Images

د هلمند د پوليسو وياند فريد احمد عبيد، فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي پېښه نن سهار د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ مخي ته هغه مهال وسوه چي يوه ځانمرگي بريد کوونکي د چاودېدونکو موادو ډک لارۍ موټر ته چاودنه ورکړه.

هغه ويلي دي: «زموږ لومړي راپورونه ښيي چي په دغه ځانمرگي بريد کي دوه کسان وژل سوي او نزدې ۴۰ نور ټپيان سوي دي.» هغه زياته کړه چي ټول کسان ملکيان دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم دغه پېښه تائيد کړې ده او ويلي ئې دي: «دا ډېره پياوړې چاودنه وه. ډېر ملکي کسان په خپلو کورونو کي د ښيښو په ماتېدو سره ټپيان سوي دي.»

ويل کيږي چي چاودنه دونه پياوړې وه چي تر ډېرو ليري ځايونو پوري ئې د کورونو د کړکۍ ښيښې ماتي کړي او د نزدې کورونو دروازې ئې هم ماتي کړي دي.

د لښکرگاه د ايمرجنسي روغتون يوه ډاکټر ويلي دي چي تر اوسه پوري ئې دوی ته نزدې ۴۰ تنه ملکي ټپيان ور وستلي دي.

د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا پر غاړه نه دئ اخيستی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب