1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان ځواک د جگړې وړتيا لري، خو تلفات ئې ډېر دي»

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ خرداد ۲۷, چهارشنبه

پینتاگون ویلي دي چې افغان امنیتي ځواک سږ کال له طالبانو سره په درنه جگړه کې د مقاومت وړتیا ښوولي ده خو درنه مرگ ژوبله يې هم لرله. ویل شوي دي چې امنیتي ځواکونه باید په جگړه کې پرمختگ ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/1FiP6
انځور: picture-alliance/epa/G. Habibi

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پینتاگون له لوري کانگرس ته وړاندي شوي په ۱۰۸ مخیز رپوټ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ارزښت باندي چې څرنگه د طالبانو پر وړاندي جگړه کې اغیزمنتیا ښيي ټینگار شوی دی.

دغه رپوټ چې په کال کې دوه واري خپریږي په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو او د ائتلافي ځواکونو د جنگي ماموریت تر ختمیدو او افغان امنیتي ځواکونو ته د کورني امنیت تر سپارلو وروسته لومړنی راپور دی چې خپریږي. ائتلافي ځواکونه په افغانستان کې زیاتره د افغان ځواکونو د روزني، هغوی ته د سلا مشورې ورکولو او مرستي نقش لري.

د پینتاگون په دغه رپوټ کې راغلي دي چې افغان ځواکونو «د دغه رپوټ د چمتو کیدو په موده کې په ټول هیواد کې په یوه وخت څو ستر مستقل عملیات پيل کړي دي، خو اجرأت يې نا برابر ول.»

رپوټ زیاتوي که څه هم افغان ځواکونه په بشپړه توگه مستقل نه ول «خو له دې سره سره یې دا ښوولې ده چې د دې وړتیا لري چې په نسبي توگه پیچلي عملیات د ائتلافي ځواکونو د حداقل مشورې او مرستې په واسطه تر سره کړي.»

د پینتاگون دغه رپوټ وړاندي کاږي چې افغان امنیتي ځواکونو له طالبانو سره په جگړه کې په هلمند، غزني او زابل ولایتونو کې تهاجمي عملیات پيل کړي دي خو په کونړ او کندز ولایتونو کې یې هڅه کړې ده چې د طالبانو یرغلونو ته «چټک غبرگون» وښيي.

رپوټ زیاتوي چې د افغان امنیتي ځواک یو شمیر پوستي په مؤقتي توگه طالبانو نيولي دي، خو په زیاتره مواردو کې هغوی دغه پوستې بیرته له یاغیانو څخه نیولي دي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې افغان امنیتي ځواک له طالبانو سره په سخته جگړه کې له ځانه ارتجاعي حالت ښوولی دی او په ټوله کې یې ښه عمل کړی دی، خو د مرگ ژوبلې کچه یې هم لوړه وه.

په دغه رپوټ کې دې خبرې ته هم اشاره شوې ده چې د افغان ځواکونو په موثریت کې د مشرتابه فکتورونو هم نقش لوبولی دی. په رپوټ کې یادونه شوې ده چې د تیر کال شخړه ییزو ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې پر مهمو پوستونو څوک نه دي گومارل شوي. د بیلگې په توگه سږنی جنگي فصل د دفاع وزیر پرته پیل شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۴۷ جنرالانو د تقاعد امر وکړ چې عمرونه یې د تقاعد تر جبري وخت اوښتي ول او د یو شمیر نورو جنرالانو دندې یې د تیلو د تدارکاتو په افتضاح کې وځنډولې.

د پینتاگون په دغه رپوټ کې راغلي دي که څه هم په ټوله کې دغه اقدامات په مثبت نیت، ترسره شوي دي، خو د دغو کسانو د ځای ناستو د نه ټاکل کیدو له کبله ځیني ستونزي رامنځ ته شوي دي.

دغه رپوټ زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونه دې ته اړتیا لري چې د پرمختگونو له پاره خپل توان په دوامداره توگه ثابت کړي، څو په راتلونکي کال کې د یاغیانو پر ضد مبارزه کې بریالي اوسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل