په المان کې د القاعدي څلور تنه شکمن غړي محاکمه کیږي
۱۳۹۱ مرداد ۴, چهارشنبهاعلان
د القاعدې څلور تنه شکمن غړي د المان د دوسلدورف په ښار کې محاکمه کیږي. ویل کیږي چې دغو تورنو کسانو په المان کې یو ترهګر برید پلان کړی وو. د دغو کسانو له ډلې څخه درې تنه ئې د تیر کال د اپریل په میاشت کې په دوسلدورف او یو بل تن ئې د دسمبر په میاشت کی د المان په بوخوم ښار کې نیول شوی ول.
دغه شکمن کسان د څو میاشتو راهیسې تر څارنې لاندې ول. د هغوی مشر یو ۳۱ کلن مراکشي وگړی دئ. ویل کیږي چې دغه وگړی دوه کاله پخوا د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمه کې د القاعدې په یوه روزنیز مرکز کې وو.