په افغانستان کې یو آسترالیایي سرتیر وژل شوی دئ
۱۳۹۱ تیر ۱۳, سهشنبهاعلان
د آسترالیا هیواد د دفاع وزارت په وینا د افغانستان په سویل کې د دوی یو سرتیری وژل شوی دئ. په دې سره په افغانستان کې د وژل شوو آسترالیایي عسکرو شمیر ۳۳ تنو ته لوړ شوی دئ. د دفاع د وزارت په وینا دغه سرتیری د دوشنبې په ورځ د اروزگان په ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دئ. د وزارت په وینا دا پیښه د اروزگان ولایت د شورا په دره کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې افغان او آسترالیایي ځواکونه د وسله والو یاغیانو پر ضد پر عملیاتو بوخت وو. آسترالیا په افغانستان کې ۱۵۵۰ عسکر لري چې د اروزگان په ولایت کې میشت دي.