په افغانستان کښي جنګونو ډير زور اخيستی دی
۱۳۸۸ خرداد ۸, جمعهاعلان
لکه څنګه چه امريکايي پوځ خبر ورکۍ،دغه پيښه تر هغه وروسته رامنځته سوه ،کله چه ياغيانو نن تر غرمې دمخه ددوی پر ګزمه حمله وکړل . عسکرو هم پر دوی متقابله حمله وکړه،او ياغيان يې تيښتي ته مجبوره کړل . ويل کيږي چه دامريکايي اوافغاني عسکرو په خوا کښي څوک ندي وژل سوي .
پرون هم ددوی لخوا د زابل په همسايه ولايت پکتيکا کښي دطالبانو سره د متحدي ډلي د حقاني د شبکې څخه 29 تنه ياغيان وژل سوی وه .
dpa/AFP
کتونکی : محمد قاسم نوري