په افغانستان کي پارلماني ټاکني پيل سوې
۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبهمعنوي د ټول ټاکنو د کميسون د يو شمير کارکونکو او ولسي افغانانو له لوري په هغه جوړه سوې ليکه کي ولاړ وو چي د رايي ورکولو لپاره د حبيبې لېسې ته راغلي ول.
۲۵۵۶ نوماندانو د ملک له ۳۴ ولايتونو څخه د ولسي جرګي ۲۴۹ څوکيو ته ځانونه نومولي دي.
د ټول ټاکنو کميسون مشر له ټولو امنيتي مامورينو او د ټاکنو د کميسون له مامورينو مننه وکړه چي د دغه پروسي د شفافيت لپاره کار کړي.
هغه وويل چي موږ ټولو کانديدانو ته څوکۍ نه لرو او يوازي لس سلنو ته به څوکۍ ورکړو او له هغوی څخه يي غوښتنه وکړه چي د ټاکنو په بهيرکي نظم مراعت کړي.
د سهار په اوو بجو د رايي ورکوني مراکز په پلازمينه کابل کي پرانيستل شول او يو شمير خلک ليدل کيدل چي له اوو بجو دمخه د رايو مرکزونو ته راغلي ول او په ليکو کي ولاړ ول.
ښځي، نارينه، ځوانان او د زاړه کول خاوندان د رايو د مرکزونو په لور روان ول او په ښار کي تقريباْ د موټرو ګڼه ګوڼه نه ليدل کيده.
هري خوا ته په برګو دريشيو کي نغښتي پوليس سرتيري تر سترګو کيدل چي د مرکزونو کلکه څارنه يي کوله او خلک يي مرکز ته له ور ننوتو دمخه تلاښي کول.
که څه هم ولسمشر کرزي هم تيره ورځ ومنله چي ټاکني به له درغليو خالي نه وي خو د شنبې د ورځي د سهار تر اتو بجو پوري د پلازميني کابل په ګډون د ملک له هيڅ يو سيمي د ټاکنيزي درغلۍ راپور نه وو را رسيدلي.
د ټول ټاکنو کمېسيون چارواکو ويلي چي سږ کال يي تر ډيره ځایه د تقلب د مخ نيوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي دي.
نه پاکيدونکي د ګوتو رنګ، د ټاکنو پر بهير د څه باندي دري سوه زره څارونکو موجوديت او په دغو ټاکنو کي د تيرو ټاکنوڅخه اخيستل سوې تجربې هغه څه دي چي د انتخاباتو کمېسيون يي د دا ځلي ټاکنو په روڼ والي کي مهم ارزوي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل