په افغانستان کي دوه تنه بهرني سرتيري وژل سوي دي
۱۳۹۱ آذر ۱۴, سهشنبهاعلان
په افغانستان کي ايیتلافي ځواکونو ویلي دي چي د دغه هیواد په جنوب کي د یوه بم په چاودنه کي د دوی دوه تنه عسکره وژل سوي دي. د ناټو په رهبری بهرنيو قواوو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دی، چي دغه چاودنه د همدې ورځي په سهار وختي تر سره سوه. آیساف د پخوا په شان د پيښي د جزیياتو او عسکرو د هویت په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ویلي. په دې سره نو سږکال په افغانستان کي د وژل سوو باندنيو عسکرو شمېر۳۸۴ کسانو ته ورسېد، چي زیادتره یې امریکایان دي.