1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي بهرني ځواکونه ورځ په ورځ ډيريږي

۱۳۸۸ مهر ۱۴, سه‌شنبه

د2001 ميلادي کال داکتوبر دمياشتي 7 نيټه وه چي امريکايي هوايي ځواکونو په افغانستان کي خپل پوځي عمليات پيل کړل

https://p.dw.com/p/Jz3d
په افغانستان کښي خارجي قواوي د ډيريدو په حال کښي دي
په افغانستان کښي خارجي قواوي د ډيريدو په حال کښي ديانځور: AP

دهمدې ورځي را پديخوا تراوسه پوري په پرله پسې ډول دهندوکش په لمن کي پروت هيواد افغانستان کي دخارجي ځواکونو شمير ورځ په ورځ مخ پر زياتيدو دی . ددغه ځواکونو يوه برخه دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو ISAF تر کود نامه لاندي عمليات کوي ،چي قومانداني يي دناټو په لاس کي ده او ستر قوماندان يي امريکايي جنرال ميک کريستال دی .

بله ډله يې د Induring freedom يا ددوامداري آزادۍ تر کود نامه لاندي دامريکايانو ترمستقيمي قوماندۍ لاندي ده . ددوی هدف په افغانستان او سيمه کي دنړيوال تروريسم سره دجګړې پرمخ بيول دي . همدااوس په افغانستان کي دبهرنيو ځواکونو ټول شمير سلو زرو ته رسيږي ، خولکه څنګه چي ميک کريستال وايي که چيري په نژدې راتلونکي کي افغانستان ته امريکايان او دناټو نور غړي هيوادونه لږ تر لږه 40000 زره نور عسکر هم وانستوي ، نو ددې خطر موجوددی چي خارجي قواوي په افغانستان کي دطالبانو سره په جګړه کي پاته راشي .

امريکايي پوځ د افغانستان په جگړه کې د 2001 ميلادي کال په پای کې دا تاکتيک غوره کړ، چې د طالبانو مورچلي په سختو بمباريو سره وراني کړي . د ځمکي عمليات د امريکايي او انگريزي ځواکونو لخوا ملاتړ کېدونکي شمالي اتحاد ته سپارل کيږي- يوې د افغانستان د کورنيو جگړو د جنگ سالارانو ټلوالې ته . شمالي ټلواله د نوومبر د مياشتې په 12 ورځ پلازمېنه کابل نيسي . له دې سره د طالبانو غورزنگ په ظاهره او مؤقتي ډول سره وټکول شو . د 2001ميلادي کال د دسمبر د مياشتي پر 5 نېټه د جرمني د بن په ښار کې د پطرزبرگ تړون لاسليک کيږي ، له کوم سره چې د افغانستان د داخلي حکومت مشرتابه حامد کرزي ته پر غاړه وراچول کيږي .

تر هغه وروسته د امن نړيواله جرگه ورته د صلحي ساتلو يو نړيوال پوځي ځواک ISAF هم ورکوي، تر څو په افغانستان کې د امن او صلحي غم وخوري . په دې دنده کې د ناټو له ټولو 28غړو هېوادونو څخه سرتيري برخه اخلي .

کله چې په کال 2003 ميلادي کې ناټو د نړيواله صلح ساتونکو ځواکونو ISAF قومانده په لاس کې اخلي، د سرتېرو شمېر يې 5000 تنه وو. له هغه پس په تېرو 6 کالونو کې د نړيواله صلح ساتونکو سرتېرو شمېر تر دې مهاله يعنی د 2009 ميلادي کال د اکتوبر تر مياشتې پورې له 42 هېوادونو څخه 66000 تنو ته لوړيږي . له 2001ميلادي کال راپدېخوا د ناټو تر 1000 زيات عسکر وژل شوي، چې تر نيمايي اضافه يې امريکايان دي . د آلماني وژل شوو عسکرو شمېر 35 تنه ښودل شوی دی .

USA mit neuer Fahndunsoffensive in Afghanistan
انځور: AP

په افغانستان کې پر موجودوخارجي عسکرو باندې 35000 هغه امريکايي سرتيري هم ورزياتيږي، چې د Induring freedom – يا ددوامداري آزادۍ په نامه سره ترهگري ضد عمليات تر سره کوي . له دې سره حاضر وخت کې په افغانستان کې دموجودو خارجي عسکرو شمېر له يو لکو څخه اوړي . له دې ډلې څخه 65000تنه چې قريب دوه پر دريمه برخه جوړوي ،امريکايان دي . دا شمېر بيا 15000تنه تر هغه ډېر دئ، کله چې د امريکې نوی مشر بارک اوباما د 2009ميلادي کال په پسرلي کې د خپلو عسکرو د زياتوالي اعلان کوي . له دې سره ښايي چې د روان 2009 ميلادي کال تر پايه پورې په افغانستان کې 68000 امريکايي سرتيري ځای پرځای شوي وي . دوهمه درجه ډير عسکر له انگلستان څخه دي او دريمه درجه له جرمن څخه .

د افغاني عسکرو شمېر په حاضر وخت کې 90000تنه ،او په جگړه کې د ښکېل طالبانو تعداد 20000 تنه اټکل کيږي .

جرمنی هم له هم هغه 2001 ميلادي کال راپدېخوا خپل عسکر په افغانستان کې زياتوي . په 2001ميلادي کال کې جرمن 1200 تنه خپل عسکر افغانستان ته واستول . تر 2007 ميلادي کاله پوري د آلماني سرتېرو شمېر 3500 کسانو ته جگيږي . د 2008ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې د آلمان د فدرالي شورا له وروستۍ پرېکړي سره، د 2009ميلادي کال تر پايه پورې د جرمني عسکرو شمېر 4500تنو ته لوړېدلی شي . خو تر اوسه پوري دا اندازه لا نه ده پوره شوې .

د جرمن په شمول افغانستان ته عسکر ورکونو گڼ شمېر هېوادونو، په هغه هېواد کې د 2009 ميلادي کال د آگست د مياشتي اولسمشريزه او د ولايتي شوراگانو انتخاباتوته د خپلو عسکرو شمېر ډير کړ، له کوم سره چې اوس په افغانستان کې 4200 تنه آلماني سرتېري موجود دي . د 2009ميلادي کال د جولای له مياشتي راپدېخوا 300 تنه نور جرمني عسکر، په افغانستان کې د هوايي امنيت په منظور په آواکس نومو کشفي الوتکو کې دنده سر ته رسوي .

د جرمني حکومت ټينگار کوي، چې آواکس په افغانستان کې د دوامداري آزادۍ په نامه د امريکايي ځواکونو نظامي عملياتو ته معلومات نه برابروي، اوپه هغه کې آلمان نوره برخه نه اخلي .

يوخين/ عارف وردګ

کتونکي : محمد قاسم نوري