1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د انتخاباتو په اړه خپله جرمنيان څه فکر کوي

۱۳۸۸ شهریور ۵, پنجشنبه

دالمان د دوو سترو ګوندونو له څلور کلن اتلافي حکومت نه وروسته چي دمسيحي ديموکرات ، مسيحي سوسیال ګوند اودسوسيال ديموکرات له ګوند څخه جوړشويدي ، ډيري غواړي چي په المان کي نوي حکومت منځته راشي...

https://p.dw.com/p/JJPF
د المان لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د خپلي انتخاباتي مبارزې پر مهال
د المان لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د خپلي انتخاباتي مبارزې پر مهالانځور: AP

د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د انتخاباتي مبارزې په لړ کي د سه شنبې په ورځ د جرمني پخوانۍ پلازمېني بن ته راغلې وه.

دانګيلامرکل هرکلي دبن دښارپه مارکيت کي چي ترکاري او ميوه دخرڅلاولپاره پکي عرضه کيږي، ډير تود هرکلي وشو. بن دپخواني لويديز المان پلازمينه وه.خو پدي ځاي کيلکه ددغي ځواني ښځي په شان يوازي دمرکل پلويان نوو، راغونډشوي .دي ويلي:

زه ددي په برخه کي يوڅه شک کوم، ځکه چي زه په هيڅ صورت سره دمسيحي ديموکرات دګوند له ټاکونکو څخه نه یم .

دالمان د دوو سترو ګوندونو له څلور کلن اتلافي حکومت نه وروسته چي دمسيحي ديموکرات ، مسيحي سوسیال ګوند اودسوسيال ديموکرات له ګوند څخه جوړشويدي ، ډيري غواړي چي په المان کي نوي حکومت منځته راشي . خو ستر ګوندونه ټاکونکوته دځان په سمو ورښودلواوښو ورپيژندلو کي ستونزي لري. يو ځوان سړي لدينه شکايت کوي چي دټاکنو مبارزه لا هيڅ سمه پيل شوي نده .دي وايي:

زه لاتراوسه سم پدي نه يم پوهيدلي چي سياستوالو په خپلو خبرو کي دپخوانيو کلونوپه شان دخپل پروګرام دمحتوا په هکله څه ويلي وي .دما په نظر تراوسه هيڅ يوو ګوند کوم رښتياني دريز ندي نيولي، اوخپل موقعيت يي ندي څرګند کړي .

ګوندونوته دخپل موقف اودريز څرګندول د ديلپاره داسي ستونزمن دي چي، دوي مجبوره دي چي تر ټاکنو پوري ګډ حکومت وکړي . اوپه همدي حالت کي یودبل په مقابل کي دټاکنو لپاره مبارزه هم کوي . ځکه چي د ستراتلاف غوښتونکي نور هيڅ څوک ندي، نه خلک اونه سياستوال . اوګوندونه دډيروسختو موضوعګانو لکه د اقتصادي بحران،او دوزګارۍ دډيروالي په هکله نه غږيږي . دهمدي لپاره لکه ددي ځوان زده کونکي سړي په شان وګړي ددي انتظار لري چي دسياستوالو خبري زيادتره محتوا ولري .نوموړي زده کونکي وايي:

طبعا بايده دي دلته يو څوک ودريږي چي زيادتره لياقت اوکفايت يي له خبرو څرګنديږي نه داچي په تيره بيا په اوسنۍ وضعه کي يو بيکفايته سړي ودريږي او يوڅه ووايي.

یو محصل وايي دسترو ګوندونو دطرحو نشتوالي دډيروکسانو دمایوسۍ، او بي علاقګۍ سبب کيږي. دي لدينه شکايت لري چي په المان کي ډيري خلک نور له خپلو ديموکرات حق يعني راي ورکولو نه استفاده نکوي. اوداسي فکر کوي چي دهغه په علت باندي پوهيږي.

زه فکر کوم چي داپه المان کي يوه لوکسه یعني غير ضروري ربړه ده . ځکه چي پدي هيواد کي خلک هوسا ژوند لري اودا تصور نکوي چي يو وختيپه المان کي هم ژوند بل ډول وو.

له هغه نه اوس ډيروخت ندي تيرشوي چي پداسی حال کي چي په لويديز المان کي له ۱۹۴۹کاله راهيسی آزاده ټاکني شته دي، سوسياليستي ختيځ المان يو ګونديز ديکتاتوري يازورواکي وه . اوس دالمان له بيرته يو کيدو راهيسی په ټول المان کي بيا ټاکني کيداي شي . او یوه ميرمن په ډاډ سره وايي چي :

دادوګړو مکلفيت دي، مونږ بايد ځانونه نيکمرغه احساس کړو چي په يوو ديموکرات هيواد کي ژوند کوواو کولاي شو چي څوک وټاکو.

Melanie Riedel/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل