پاکستان د مشرف پر الوتکې باندې ډزې رد کړې
۱۳۸۶ تیر ۱۵, جمعهاعلان
پخوا ويل شوي وو چې په روالپنډۍ کې د هوايي ډگر د نظامي برخې څخه د طيارې د پرواز پر مهال پرې ډزې وشوې. دغه څرگندونې د څارگرې ادارې يوه کارکونکي وکړې چې نه يې غوښتل خپل نوم ياد کړي. د پاکستان پوځ دغه خبره رد کړې ده. الوتکه بې له ځنډه د هېواد په جنوب لويديځ کې پراته توربت نومي ښارگوټي کې کښته شوه چيري چې ولسمشر د نيز ځپلو له سيمې څخه ليدنه کوله. په روالپنډۍ کې د هوايي ډگر د يوې ودانۍ پر بام باندې يو راکټ لنچر او يو مشيندار وموندل شو. د ټلويزيون خبريالانو ويل چې يو توغندی هم توغول شوی و. ورپسې امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړه. ويل کيږي چې بريد کونکي د القاعدې ډلې پورې اړه لري.