يو کال نور به هم آلماني عسکر په افغانستان کې پاتی شي
۱۳۸۷ مهر ۲۶, جمعهسوسيال دموکرات والتر کولبو وويل چې له افغانستان څخه شاتگ به د دغه هېواد په وړاندې له مسووليت څخه د تښتېدلو په معنا وای.
«که موږ ووځو نو د هغو خلکو په وړاندې به مو مسووليت نه وي ادا کړی چې هلته پاته کېږي. موږ به حتی خپل هغه هدف د لاسه ورکو د کوم دپاره چې د اوو کالو راهيسې په افغانستان کې کار کوو. غواړو چې دغه هېواد ته ډاډمن راتلونکی او خپل ځان ته امنيت ټينگ کړو.«
ډېرو وينا والو نیوکې وکړې او ويې ويل چې دغه ښه راتلونکی تر اوسه پورې نه تر سترگو کېږي او تر اوسه پورې طالبان په افغانستان کې نا امني رامنځته کوي. د ماموريت په اووم کال کې د آلمان حکومت ځکه غواړي چې څلور نيم زره عسکر افغانستان ته واستوي يعنې د عسکرو شمېر زر تنه زيات کړي. خو سوسيال دموکرات اندرياس شوکنهوف زياته کړه چې د آلمان پوځ د وظيفې يوه وړه برخه پوره کولای شي. نور مهم ټکي په دې ډول دي:
«اول بايد د ترياکو کرکيلې ته الترناتيف پيدا شي تر څو د مخدره موادو قجاق او د جرمونو کچه ټيټه شي. دويم: اداري فساد بايد کم شي او دولتداري ښه کړای شي. او درېيم بايد پاکستان د پاڅون کوونکو په وړاندې په مبارزه کې زياته همکاري وکړي.«
دغه کمبودونه د ډېرې مودې راهيسې محسوسيږي خو بيا هم په کې څه بدلون نه دی راغلی. ليبرال دموکراتانو د نورو تر څنگ غوښتنه وکړه چې د افغاني پوليسو روزنه دې چټکه شي. تر هغه وخته پورې چې افغانان پخپله امنيت نه شي ټينگولای، به د آلمان پوځ اړ وي چې په افغانستان کې پاتې شي، خو د آلمان حکومت له افغانستان څخه د شاتگ کوم پلان هم نه لري. د شنو د گوند غړی يورگن تريتين دې ته په انتقادي سترگه گوري او د آلمان له حکومت څخه يې وغوښتل چې يو دقيق مهالوېش دې وټاکي او روښانه دې کړي چې تر څه وخته پورې دې په افغانستان کې څه څه شيان لاس ته راوړل شي.
«موږ د زغم لرلو شعارونه نه غواړو. موږ له تاسو يو حقيقي تصوير غواړو چې وضع څنگه ده او داسې يو مهال وېش غواړو چې څنگه به ټول مسووليت ورو ورو افغانانو ته سپارو.«
په افغانستان کې د آلمان د پوځ پر ماموريت باندې تقريبا درې مليارډه يورو لگول شوي دي. د ملکي بيا رغاونې په چارو باندې هومره پيسې نه دي مصرف شوي. د شنو د گوند ډېرو غړو ځکه د خپلو رايو د ورکړې انکار کړی دی. چپي گوند لا پسې وړاندې ځي. ټولو غړو يې په يو غږ وويل چې د ناټو ماموريت په افغانستان کې ناکامه دی او ټول عسکر بايد له افغانستان څخه ووځي. دغه غوښتنه د آلمان د پارلمان استازي پاول شېفر مطرح کړه.
«اصلي او بربنډ حقيقت دا دی چې د ناتو او ايساف ځواکونه له 32.000 عسکرو څخه دا مهال 53.000 عسکرو ته زيات شوي دي. خشونت او تاوتريخوالی البته په عين وخت کې کم شوی نه دی بلکې زيات شوی هم دی.«