نواز شريف: پاکستان به د ديکتاتورۍ څخه خلاص کړم.
۱۳۸۶ آذر ۵, دوشنبهاعلان
شريف د لاهور په ښارکي يوې غونډي ته دوينا پر مهال وويل، چي غواړي خپل هيواد د ديکتاتورۍ څخه خلاص کړي. پرون په لاهورکي د نواز شريف په زرګونو تنو پلويانو د نوموړي تود هرکلی وکړی. دپاکستان پوليسو هيواد ته د نواز شريف د بيرته ستنېدو په وړاندي د زنداني کولو د يوې بلي نوي څپې په واسطه غبرګون ښوولی. د مسليم ليګ د غړو په وينا ددې ګوندپه سلګونه غړي نيول سوي. د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيري ګوند هم غواړي، چي دراتلونکي ميلادي کال د جنورۍ د مياشتي په پيل کي په پارلماني ټاکنو کي برخه واخلي.