1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو فراه ولايت ته ځواکونه لېږلي دي

۱۳۹۵ دی ۲۰, دوشنبه

په فراه ولایت کې د ناټو شا او خوا ۲۰۰ عسکر ځای پر ځای شوي دي، د دوی ډیری ایټالویان دي. په دغه ولایت کې بهرني عسکر وروسته له هغې ځای پر ځای کیږي چې په وروستیو میاشتو کې طالبانو دغلته خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

https://p.dw.com/p/2VV7f
Afghanistan Sicherheit Verantwortung Übernahme NATO Soldaten 18.06.2013
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه خبر وروسته له هغې ورکول کیږي چې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت یا پينتاگون د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې خپل ۳۰۰ سمندري ځواکونه ځای پر ځای کوي. په دغه ولایت کې د ۲۰۱۴م کال تر پای پوري امریکايي ځواکونه په یوه جگړه ایز ماموریت کې ونډه درلوده.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې د ائتلافي ځواکونو د چارواکو له قوله لیکلي دي چې دغه ځای پر ځای کیدونکي عسکر به زیاتره د ځايي ځواکونو د روزلو او مشورې دنده ولري. خو رپوټ زیاتوي چې د ځواکونو ځای پر ځای کیدل دا پوښتنه راولاړي چې بهرني ځواکونه څرنگه مخ پر زیاتیدونکي ډول د افغانستان خرابیدونکي کړکیچ ته بیرته ورگرځي.

ناټو په خپله وینا پاڼه کې ویلي دي: «د فراه د والي په غوښتنه، جنران جان نیکلسن [په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان] شا او خوا د ۲۰۰ ائتلافي ځواکونو اجازه ورکړي، چې د افغان ملي او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکاندي.»

په بیانه کې راغلي دي: «هغوی به په دغه ځای کې شا او خوا یوه اوونۍ د روزنې، مشورې او مرستې ماموریت تر سره کړي.»

ځایي چارواکو دا خبر تائید کړې ده چې د جمعې په ورځ شا او خوا ۲۰۰ بهرني ځواکونه چې زیاتره یې ایټالویان دي د فراه ښار ته رسیدلي دي.

فرانس پرس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبانو په تیر میلادي کال کې هڅه وکړه چې په شمال کې د کندز او بغلان او همداشان په سویل کې د هلمند او په لویدیځ کې د فراه ولایتونو مرکزونه ونیسي.

افغان امنیتي ځواکونه چې د نړیوال هوایي ځواکونو ملاتړ ورسره وو، په دې وتوانیدل چې وسله وال طالبان په ډیرو جبهو کې پر شا وتمبوي خو پر دې سربیره هم طالبانو کندز ښار او لښکرگاه ته څیرمه ځینې سیمې د لنډې مودې له پاره لاندې کړې وې.

ناټو په رسمي توگه د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنگي ماموریت پای ته ورساوه، خو د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د تیر میلادي کال په جون میاشت کې د امریکایي ځواکونو واک پراخه کړی وو چې له مخې یې د یاغیانو مورچلې هم په نخښه کولای شوې. په افغانستان کې اوس هم ۸۴۰۰ امریکایي سرتیري مېشت دي.