مېرکل: ۲۰۱۰م کال د المان لپاره يو بريالی کال ؤ
۱۳۸۹ دی ۱۱, شنبهآغلې مېرکل و المانيانو ته په خپله وينا کي ۲۰۱۰م مېلادي کال د المان لپاره د برياؤ ډک کال وبلی. خو دې هغه ننګونې هم په ګوته کړې چي د المان تر څنګ ورسره ټوله اروپا مخامخ ده.
« په دې مياشتو کښي اروپا د ډير سخت ازمايښت سره مخامخ ده ، موږ بايد يورو تقويه کړو . دا په دې خاطر نه چي يورو زموږ پيسه ده ، بلکه يورو تر هغه هم لوړ ارزښت لري .»
ميرکل همدارنګه وويل ، چي متحده اروپا د سولي او آزادۍ ضمانت کوي ، يورو زموږ د آرامۍ او هوسايني اساس ده. د جرمني صدراعظمي د اقتصادي بحران په له منځه وړلو کښي د المانيانو د هلو ځلو قدردانی وکړی، اوويې ويل چي دا د ۶۰ کلو راهيسي تر ټولو سخت بحران ؤ . دې وويل چې:
« جرمني په دومره مهارت ددې بحران سره مقابله وکړه ، چي تقريباً بل هيڅ چا نده کړې . موږ ددغه بحران څخه په ښه ډول راووتلو . »
په آلمان کښي هيڅ وخت دونه خلګو کار نه درلودی . د بيکارانو شمير د تيرو شلو کلو راهيسي تر ټولو کم ؤ. ميرکل وويل چي جرمنيان تل خپل قدرت ته نه وي متوجه:
«په جنوبي افريقا کښي زموږ د فټبال ملي ټيم همدغه خصلتونه ښکاره کړل ، چي موږ ته قوت رابخښي : يعني کوښښي ، باانضباطه ، د لوړي مفکورې او عالي تخنيک خاوندان.»
ميرکل په خپله وينا کښي په افغانستان کښي د ۹ الماني عسکرو د وژل کيدو څخه خبري وکړې اوويې ويل چي هغوی به موږ هير نکړو. دې وويل:
«که څه هم دغه خبري د وژل سوو عسکرو دکورنيواو دوستانوغم او درد په واقعي ډول نه ورکموي ، خو زه د زړه څخه دا وايم ،چي هغوی به زه هير نکړم .»
په راتلونکي کال کښي به د حکومت مهمه وظيفه بيا هم خلګو ته دکار پيدا کول وي .
خپلي مالي چاري به ښې تنظيمي او ماليات به راکم کړو . روغتيايي حالت او د زړو خلګو پالني ته به پاملرنه وکړو. دې وويل چي:
«موږ به په خپل هيواد کښي يووالی تقويه کړو ، خصوصاً دهغو کسانو چي فاميلونه يې د هميشه څخه دلته دي او هغو مهاجرينو تر منځ چي غواړي په ټولنه کي ورګډ سي »
ميرکل وويل چي جرمني د انرژۍ پيداکولو داسي عصري ذخايرو په لټه کي دی ، چي هم ډيره آرزانه ، او هم د چاپيريال او اقليم په ګټه وي.
محمد قاسم نوري / اې آر ډي
کتونکی: احمدولي اڅکزی