1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل:د يونان سره مرسته د المان په ګټه ده

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

په برلين کي نور وخت نه پاتيږي. د يونان دپاره د مرستې ټولګه بايد په روانه اوونۍ کې تصويب سي...

https://p.dw.com/p/NDuV
د يونان سره د مرستي په اړه د المان د حکومت غوڼده
د يونان سره د مرستي په اړه د المان د حکومت غوڼدهانځور: Picture alliance/dpa

د آلمان کابينې د لومړي ګام په توګه په يوه فوق العاده غونډه کي د ملياردونو مرستي لپاره هوکړه وکړه.

د آلمان لومړی وزيره انګيلا ميرکيل وايي، د مرستي د دغه پروګرام لپاره ټولي 110 مليارده ايرو سنجول سوي دي، چي د دريو کلونو په اوږدو کي بايد د يونان په اختيار کي ورکړل سي.

د دې څخه30 مليارده ايرو نړيوال وجهي صندوق په غاړه اخيستي او 80 مليارده نوري د اروپايي ټولني په غاړه دی.

د آلمان ونډه په دې کي په سلو کي 28 ده. دا په دې مانا، چي په درو کلونو کي ټولي 22،4 مليارده ايرو. په لومړي کال کي به له دې څخه 8،4 مليارده ايرو ورکول کيږي، په 2011 او 2012 کلونو کي به بيا ټولي 14 مليارده ايرو د يونان په اختيار کي ورکول کيږی. آلمان په دې مرسته کي لويه ونډه لري. دغه پروګرام به داسي کار کوی هغه پور چي د آلمان له لوري رسول کيږی، د يونان په بيا رغاونه کي بسنه کوی.»

ميرکل يادونه کړې چي دغه مرسته به په پای کي د آلمان د اوسيدونکو په ګټه هم وی. د آلمان د ماليې وزير ولفګنګ شايبله دغه خبره تاييد کړې ده. ده وويل چې دغه پريکړه چې له يونان سره بايد د مليادو پور له لارې مرسته وسي، د آلمان د حکومت لپاره آسانه نه ول. دلته خبره په دې کي ده چي اروپايي پولي واحد بايد ټينګښت پيدا او په دې توګه د اروپايي يووالي پروسه ډاډمنه سي.

د آلمان پر حکومت د اپوزيسيون لخوا نيوکي وسوې. د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند مشر زيګما ګابرييل د خپل ګوند تر غونډي وروسته وويل، ميرکيل د تکتيک د وړاندې کولو هڅه وکړه، څو شمېرې د نوردراين ويستفالين په ايالت کي له ټولټاکنو څخه مخکي بربنډي نه کړي.

Marx, Bettina/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل