1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا برادر: په یوه یا دوو میاشتو کې د ستونزې حل ناممکن دی

مسعود جهش
۱۳۹۸ خرداد ۹, پنجشنبه

په مسکو کې د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ دویمه غونډه پر اوربند او یا نورو موضوعاتو بې موافقې پای ته ورسیده. د طالبانو د پلاوي مشر ملا برادر، وویل چې مذاکرات باید په حوصلې پر مخ ولاړ شي او لیدنې به دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/3JV1q
Russland Moskau Afghanistan-Gespräche Mullah Baradar Taliban
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/S. Fadeichev

د طالبانو استازو چې مشري یې د دې ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوله، له سه شنبې ورځې راهیسې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرتوب له یو شمیر افغان سیاستوالو سره خبرې اترې وکړې.

دغه مذاکرات چې د افغانستان او روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمي کليزي د لمانځغوڼدي په څنډه کې وشول، د پنجشنبې په ورځ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیدل. په اعلامیه کې یوازې د لیدنو پر دوام باندې ټینګار شوی او پر اوربند او نورو موضوعګانو توافق نه دی شوی.

په اعلامیه کې راغلي دي: «دواړو لورو پر اوربند، د ملکي خلکو د ژواندانه پر حفاظت، د بندیانو اړوند مسائیلو، له افغانستان څخه د بهرنیانو پر وتلو، د بهرنیو لاسوهنو پر بندولو، د اسلامي نظام پر ټینګښت، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د ملي وحدت پر تحکیم، د ښځو حقونو او نورو مسائیلو ګټور او رغوونکي بحثونه وکړل.»

د غونډي ګډونوالو زیاته کړې ده: «دواړو لورو په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ وکړ. په دې دلیل چې ځینې مسائیل د لا ډیرو بحثونو ایجاب کوي نو توافق وشو چې د دا ډول ناستو لړۍ ادامه پیدا کړي.»

بې پایلې بحثونه؟

که څه هم په اعلامیه او د ويناوالو په خبرو کې په وار وار سره پر «ځینو موضوعګانو باندې د توافق» خبره وشوه، خو یوازینی اعلان شوی توافق د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ د لیدنو دوام دی.

د افغان پلاوي له خوا محمد محقق په خپلو خبرو کې ومنله چې پر ډیرو موضوعګانو توافق نه دی شوی، نو له دې کبله باید لیدنې دوام وکړي. هغه زیاته کړه: «له دې کبله چې ځینې موضوعګانې لا ډیرو مشورو ته اړتیا لري، موږ کومې وروستۍ نتیجې ته چې هغه په ګډه صادره کړو، ونه رسیدو.»

د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې باید له حوصلې څخه کار واخیستل شي. هغه وویل: «که تاسو داسې فکر کوی چې په یوه یا دوو مياشتو کې به دا ستونزه حل شي، نو دا ممکنه نه ده. ځکه چې په افغانستان کې څلویښت کلن جنګ تیر شوی او اوس هم موږ پرې مصروف یوو.»

په مسکو کي د طالبانو استازي
په مسکو کي د طالبانو استازيانځور: picture-alliance/AA/S. Karacan

ملا برادر د تیر په شان یووار بیا ټینګار وکړ چې د سولې له پاره لومړي شرط له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي. برادر وویل: «اول باید هغو کسانو ته چې په افغانستان کې پراته دې باید ټول په یوه خوله باندې د وتلو جواب ورکړو. باید دوی زموږ له هیواده ووځي، بیا موږ او تاسې پر دې [سولې باندې] بلکل موافقې ته هم رسیدلی شو، مذاکراتو ته هم رسیدلی شو او خبرې هم کولی شو.»

طالبان له میاشتو راهیسې په قطر کې هم له امریکایي استازو سره خبرې اترې کوي. افغان حکومت نه د قطر او نه هم د مسکو په ناستو کې حضور لري. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني او متحدین یې په دې باور دي چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرتوب او د هغوی په مالکیت وي او طالبان باید د سولې یوه تړون ته د رسیدو له پاره له کابل سره خبرې اترې پیل کړي.

طالبانو بیا تر اوسه د امریکا او نورو هیوادونو پر ټینګار سربیره د ولسمشر غني له حکومت سره له خبرو کولو ډډه کړې ده.

د پنجشنبې ورځې په اعلامیه کې بيا هم د افغان حکومت هیڅ یادونه نه ده شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل