د آلمان ځانګړي استازي بیا له ملا برادر سره کتلي دي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۹, یکشنبهد آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د طالبانو ویاند ویلي دي چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د می میاشتې ۱۸مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې په دغه ملاقات کې د کړکیچ د سوله ایز حل او په دې برخه کې د آلمان د هڅو په هکله خبرې شوي دي.
زیاته شوې ده چې پوتڅل د آلمان له لوري د مثبت نقش لوبولو ډاډ ورکړی دی. یاد خبري آژانس د طالبانو د ویاند له قوله دا هم لیکلي دي چې «پوتڅل په منظم ډول د طالبانو له سیاسي دفتر سره د ارتباط پر ساتلو باندې تینګار کړی دی.» د پوتڅل او ملا برادر تر منځ لومړنی ملاقات د همدې میاشتې په لومړۍ نېټه په قطر کې شوی وو.
د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې پوتڅل په تیرو ورځو کې په کابل او دوحه کې د ډیر شمیر سیاستوالو سره لیدلي دي. د ویاند په خبره د دغو ملاقاتو موضوع د سولې روانې هڅې او په دې برخه کې د آلمان نقش دی.
د تیر میلادي کال په دوبي کې امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره مستقیمي خبرې پېل کړې څو د افغانستان کړکیچ ته د پای ټکی کیښودل شي. تر دې دمخه متحده ایالاتو تل ویل چې طالبان باید له افغان حکومت سره مستقیمي خبرې وکړي او د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ تر سره شي.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې په تیرو اونیو او میاشتو کې یو شمیر هیوادونو او دیپلوماتانو د طالبانو له استازو سره مستقیمې اړیکي نیولې دي. د دیپلوماتانو په وینا ۲۰ هیوادونه او سازمانونه له طالبانو سره په ډیالوګ يا خبرو اترو باندې بوخت دي. د اروپایې اتحادیې يوه استازي د آلمان خبري آژانس ته د طالبانو له استازو سره مستقیمه اړیکه تائید کړې ده.
(sr/ns (dpa