مغلستان هم اوس افغانستان ته عسکر استوي
۱۳۸۸ مرداد ۱, پنجشنبهدغه عسکر به دهمدې روان ميلادي کال دسپتمبر تر مياشتي پوري افغانستان ته ورسيږي، او ددوی اساسي دنده به داوي چي دامنيت دساتلو په عملياتو کي برخه واخلي .
خو څنګه چي دمغلستان ددفاعي چارو دوزارت وياند Bayasgalan Misheel وايي ، «داکار به ددوی دپاره يوه تعليمي پوځي دنده هم وي ، په دغه سيمه کي دسولي او امن دساتني مساله ډير زيات داهميت وړيوه مساله ده ،او له همدې امله مغلستان هم غواړي په دې لار کي خپله ونډه تر سره کړي . دمغلستان دعسکرو دپاره به دا يوه ډيره ښه تجربه وي چي وګوري حرفوي پوځيان په څه ډول سره کار کوي .»
دمغلستان ددفاعي چارو دوزارت دوياند Misheel دوينا له مخي به په مجموعي ډول سره 153 مغلستاني عسکر افغانستان ته وليږل سي . چي 130 تنه به يي په کابل کي امنيتي چاری سرته رسوي او 23 تنه نور به يې افغاني عسکرو ته دتوپچي او نوروسلاودساتني په برخه کي تعليم ورکوي .
په افغانستان کي به دمغولي عسکرو ماموريت دهمدې روان ميلادي کال دسپتمبر په مياشت کي پيل کيږي او په لمړي سر کي به 6 مياشتي دوام پيدا کړي .
Misheel وايي ،دمخه هم مغلستان افغانستان ته خپل يوه کوچني 25 کسيزه پوځي ډله استولې وه، چي هغوی افغاني عسکرو ته يوازي تعليم ورکاوه .
خو په نورو هيوادونو کي لکه سري ليون يا عراق کي دمغلستان عسکرو پخوا هم دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په کتار کي خدمتونه تر سره کړيدي .
داچي د 2003 کاله څخه تر 2008 ميلادي کاله پوري مغلستاني عسکرو په افغانستان کي افغاني عسکرو ته تعليم کړی دی ، نوداځکه دافغانانو دپاره داهميت وړ وه، چي دمغلستان عسکر هم دروسي سلاو سره آشنا وه .
لکه څنګه چي د مغلستان په پلازمينه اولان باتور کي دامريکې دمتحده ايالتونو پوځي آتشه ډګروال ديويد تات من وايي ،« په افغانستان کي په کافي اندازه روسۍ سلاوي موجودي وې او لا تراوسه هم سته دي ،او بايد افغان ملي پوځ ددغه سلاوو سره آشنا شوی وای .»
دا پخپله دمغلستان دپاره ډيره داهميت وړ يو ه موضوع ده چي غواړي خارج ته د نړيوال سوله ساتونکي او امنيتي ځواکونو په استولو سره، دخپل پخواني سترو ګاونډيو لکه دچين ولسي جمهوريت يا روسيي څخه ځان خلاص او وباسي .
AFPE / فضلي
کتونکی : محمد قاسم نوري