فرانسه غواړي افغانستان ته نور عسکر وليږي
۱۳۸۷ مهر ۲, سهشنبهخو بيا هم فرانسويان نه يواځې دا چې غواړې د دوې عسکر د نړيوال سوله ساتونکې ځواکونو ISAfپه چوکاټ کې په افغانستان کې پاتې شې. بلکې د فرانسې حکومت غواړې د هندوکش په لمنه کې پروت هيواد افغانستان ته نور عسکر هم واستوې.
دغه خبره پرون د فرانسې د حکومت مشر Francois Fillon په پاريس کې د دغه هيواد د پارلمان په يوه ځانګړې غونډه کې کړيده. د فرانسې لمړې وزير Fillon د دغه هیواد د پارلمان د وکيلانو په وړاندې وايې چې:« مونږ سل تنه نور عسکر، څرخې الوتکې او نور لازم اکمالات افغانستان ته استول غواړو.»
پرون د فرانسې په پارلمان کې وروسته له دې چې په افغانستان کې د دغه هيواد دعسکرو د خدمت په موضوع باندې خبرې شوې، د ماښام په شاو خواو کې له پارلمانه څخه د دغې مسالې په اړه د پو ښتنې په نتيجه کې 343 وکيلانو په افغانستان کې د فرانسوې عسکرو د خدمت د دوام په پلوې خپلې رايې ورکړې او 210 وکيلانوله دې کار سره مخالفت ښودلاې.
د دغه رايې ګيرې نه مخکې د فرانسې د حکومت مشرFillon په افغانستان کې د وژل شويو فرانسوې عسکرو په ياد د يوې دقيقې لپاره ټول چوپه خوله پاتې کيږې او بيا وايې چې دغه عسکر په افغانستان کې بې هدفه خپل ژوند له لاسه ندې ورکړاې. بلکې دوې زمونږ د ګډ امن د ساتنې په خدمت کې دې، په دې مانا چې د تروريزم په ضد مبارزې لپاره دوې دغې سیمې ته استول شوې.
د فرانسې په پارلمان کې د دغه هيواد د سوسیالست ګوند وکيلانو د کمونيستانو او د شنو ګوند سره په ګډه په افغانستان کې نه يواځې د فرانسوې عسکرو د شمير د زیاتولو، بلکې د دوې د خدمت د دوام سره هم مخالفت کړې. د فرانسې په پارلمان کې د دغه هيواد د سوسيالست ګوند مشر Jean - Marc - Ayrault وايې چې مونږ نور دا نشو زغملاې، چې فرانسه په افغانستان کې په يوه « تيرې کونکې جګړه » ونده واخلې . د فرانسې د ولسې جرګې نه وروسته د دغه هیواد د سنا جرګې هم په افغانستان کې د فرانسوې عسکرو د خدمت د دوام سره د رایو په اکثريت موافقه کړې.
په افغانستان کې 3300 فرانسوې عسکر ځاې په ځاې دې. او په افغانستان کې فرانسوي عسکر نه يواځې د نړيوال سوله ساتونکې ځواکونه ISAF په چوکاټ کې عملیات سرته رسوې، بلکې دوی د هغه آمریکايې اتلافې ځواکونه په چوکاټ کې هم ونده لرې چې Operation Enduring Freedom یا دوامدارې آزادې تر کود نامه لاندې په دغه سیمه کې د تروريزم په ضد جګړه پرمخ بیايې.
که څه هم د فرانسوې عسکرو زيات شمير په افغانستان کې دې، خو څو کوچنې ډلې يې په قرغزستان او تاجيکستان کې هم ځاې په ځاې دي.