1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

عمران خان تر ټپي کېدو وروسته بیا خپل اعتراضونه پیل کړي

۱۴۰۱ آذر ۵, شنبه

رپوټونه وايي چې د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د شنبې په ورځ خپلو زرونو پلویانو ته بيا وينا کوي. د پاکستان پولیس وايي دا ځل به پلازمینه اسلام آباد ته د خان د پلویانو د داخلیدو پر وړاندې په ډير قاطعیت سره اقدام وشي.

https://p.dw.com/p/4K7VZ
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له خوا د نومبر په ۲۵مه په کوته کې لاریون
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له خوا د نومبر په ۲۵مه په کوته کې لاریونانځور: PPI/Zumapress/picture alliance

دا روانه میاشت په یوه وسله وال بريد کې د خان تر ټپي کېدو وروسته د هغه لومړی ځل دی چې په عام محضر کې راڅرګنديږي.

د تحریک انصاف پاکستان د ګوند مشر، عمران خان پر هغه د شوې حملې پړه چې خان پکې په پښه ټپي شو، پر خپل ځايناستي شهباز شريف وراچوي. د عمران خان ټپي کېدل د پاکستان په سیاسي ناآراميو کې چې په اپریل میاشت کې د نوموړي له سلب صلاحیت کېدو سره پيل شوي، وروستی مورد دی.

عمران خان د هغه د بې صلاحيته کېدو پرېکړه وننګوله

خان له واکه تر لرې کېدو وروسته له وخت څخه دمخه د انتخاباتو په ترسره کېدو ټينګار کوي په داسې حال کې چې د پاکستان پارلماني انتخابات د راتلونکي کال په اکتوبر کې رابلل کیږي. خان د دې له پاره چې حکومت د هغه غوښتنې ته غاړه کېږدي تر اوسه يې پر حکومت د فشار راوستلو په موخه څو ځله ستر لاريونونه ترسره کړي چې د هغه ګوند ورته د «لانګ مارش» نوم ورکوي.

د پاکستان پخوانی صدارعظم عمران خان د نومبر په ۳مه د لاریون پر مهال د یوه حمله کونکي له خوا په ډزو ټپی شو
د پاکستان پخوانی صدارعظم عمران خان د نومبر په ۳مه د لاریون پر مهال د یوه حمله کونکي له خوا په ډزو ټپی شوانځور: K.M. Chaudary/AP/dpa/picture alliance

اسوشتید پریس له راولپنډۍ څخه په خپل رپوټ کې لیکي، عمران خان د شنبې په ورځ سهار وختي پر ټويټر ليکلي وو: «زما ژوند په خطر کې دی او سربېره پر دې چې ټپی یم، د ولس له پاره راولپنډۍ ته روانیږم.» خان زیاته کړې ده: «زما ولس به زما له پاره راولپنډۍ ته راشي.» عمران خان پر خپله فيسبوک پاڼه يوه ويډيو هم خپره کړې چې په کې د موټرو اوږده کتارونه لېدل کيږي چې په ځينو کې ېې بېرغونه ليږدول کیږي. په دغه ويډيو کې یوه پښتو سندره «د پښتنو سندرې وایه» غږول کيږي.

پخوانی لومړی وزیر عمران خان ولې محکمې ته غوښتل شوی؟

ويل شوي چې د شنبې ورځې لاریون به د راولپنډۍ ښار چې د پاکستان د پوځ کور ګڼل کيږي او پلازمينې اسلام آباد تر منځ په یوه راڼه میدان کې ترسره شي. 

په رپوټ کې راغلي چې چارواکو د اسلام آباد له اطرافو اوسپنيزې موانع راچاپيرې کړي، په زرونو امنيتي ځواکونه يې استخدام کړي او سړکونه يې بند کړي تر څو يې د حکومتي ودانیو پر لور د خان د پلويانو د تلو مخه نيولې وي.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د می میاشتې په لاریون کې پلازمینه اسلام آباد د ۲۴ ساعتونو له پاره له هرج و مرج سره مخ شوه او په ټول پاکستان کې د پولیسو او د خان د پلویانو تر منځ اخ و ډبونه رامنځ ته شول.

د پوځ په هکله د خان نوي بربنډونې، حقايق که سياسي چل ول؟

د پاکستان پولیسو ويلي دي چې دا ځل به اسلام آباد ته د تحریک انصاف ګوند د پلویانو د داخلیدو هر ډول هڅه له قاطع غبرګون سره مخ شي.

عمران خان تر ټپي کېدو مخکې د خپل لانګ مارش د پېليدو پر مهال ويلي وو چې دوی اسلام آباد ته چا سره د جګړې له پاره نه ځي او د اسلام آباد ريډ زون يا سرې ساحې ته نه داخليږي. خان دا هم ويلي وو چې په سیاست کې د مذاکراتو لار بنده نه وي او د هغه ګوند د خپلو غوښتنو په تړاو مذاکراتو ته تیار دی.

عمران خان په خپلو لاریونونو کې چې ګوند ېې ورته د «لانګ مارش» نوم ورکوي له حکومته د بیړنیو انتخاباتو غوښتنه کوي
عمران خان په خپلو لاریونونو کې چې ګوند ېې ورته د «لانګ مارش» نوم ورکوي له حکومته د بیړنیو انتخاباتو غوښتنه کويانځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

د پاکستان د کورنیو چارو وزير، رانا ثناالله د جمعې په ورځ د اجتماع په هکله د امنیتي ګواښونو یو خبرداری خپور کړ.

عمران خان: حکومت زما د وژنې توطيه جوړه کړې وه

د کورنیو چارو وزیر ويلي دي: «د پاکستان تحریک انصاف ګوند له پاره هم وخت دی چې (دغه لاریون لغوه کړي).» هغه زیاته کړې ده چې د پاکستاني طالبانو او القاعده شبکه يې د هغو سخت دريځو ډلو په نوملړ کې راوستلي چې کېدای شي خان ته زیان ورسوي.

عمران خان وايي له واکه د هغه لرې کول يوه توطیه وه او نوموړی په دغه توطیه کې رانا ثنااالله هم ښکيل بولي.

د پاکستان حکومت وايي چې په عمران خان باندې حمله د یوه شخص له خوا شوې چې اوس په توقیف کې دی او هغه کس وايي پر عمران خان يې ځکه حمله وکړه چې د اسلام پر ضد دی.

عمران خان د جمعې ورځې څخه د پراخو مظاهرو اعلان وکړ

د عمران خان د ګوند د شنبې ورځې لاریون داسې وخت تر سره کيږي چې حکومت دوه ورځې مخکې د پاکستان د استخباراتو ادارې پخوانی مامور، جنرال سید عاصم منیر د پاکستان د پوځ د نوي مشر په توګه وټاکه.

mks/mns/(AFP)

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل