1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پخوانی لومړی وزیر عمران خان ولې محکمې ته غوښتل شوی؟

۱۴۰۱ شهریور ۱, سه‌شنبه

د اسلام آباد يوې محکمې پخواني لومړي وزير عمران خان ته په راتلونکي اونۍ کې د حاضريدو امر کړی دی. نوموړی بايد هلته د يوې قاضۍ د ګواښلو په اړه ځواب ووايي.

https://p.dw.com/p/4FvZk
Pakistan | Imran Khan | ehemaliger Premierminister
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

دا پرمختګ ښيي چې حکومت د پاکستان تحريک انصاف ګوند پر مشر او پخواني لومړي وزير عمران خان چې په دې وروستيو کې سترې غونډې جوړوي او غواړي بيرته واک ترلاسه کړي، فشار زيات کړی دی.

په دې منځ کې پوليسو د عمران خان د يوه نزدې ګوندي ملګري شهباز ګل پر کور چاپه وهلې ده او هغه یې د پلټنو په موخه په ولچکو کې له ځان سره بيولی دی.

مجرم بلل کیدل به د عمران خان له پاره چې د اګست پر ۳۱مه نيټه باید په محکمه کې حاضر شي، له سياست څخه د ټول عمر له پاره د سلب صلاحيت يا نا اهله ګرځول کیدو په معنی وي ځکه د پاکستان د قوانينو پر اساس په جزا محکوم شوی شخص نه شي کولی په ټاکنو کې ځان نوماند کړي.

د عمران خان پر ضد د ترهګرۍ ضد قوانينو له مخې دوسيه پرانيستل شوې

دا دويم ځل دی چې عمران خان د سپکاوي له تورونو سره مخامخ کیږي. هغه د ۱۹۹۳م کال تر ټاکنو وروسته هم د سپکاوي د تورونو له کبله محکمې ته ورغوښتل شوی وو خو بيا د پاکستان د سپريم کورټ يا سترې محکمې له خوا وبخښل شو. نوموړي هغه وخت د عدلیې چلن «د شرم وړ» بللی وو او ويلي یې ول چې شفافې او عادلانه ټاکنې یې نه دي تضمين کړي.

د عمران خان د ګوند يوه مخکښ مشر فواد چودهدري د اسوشيتد پريس خبري آژانس ته ویلي دي چې د عمران خان مدافع وکیلان به دا احضاريه وڅيړي خو د دوی په نظر د اسلام آباد های کورټ يا ستره محکمه دا صلاحيت نه لري چې عمران خان عدلیې ته د سپکاوي له کبله محکمې ته ور وغواړي.

حقوقي کارپوهان وايي چې عمران خان محدود انتخابونه لري او که له قاضۍ زيبا چودهدري څخه د شنبې ورځې د خپلو څرګندونو له کبله بخښنه وغواړي نو بخښل کیدای شي. د پاکستاني رسنيو په حواله عمران د تېرې شنبې په ورځ د یوې غونډې پر ترڅ کې نوموړې قاضۍ ګواښلې وه او ویلي ول چې «چمتو اوسه، موږ به دې پر ضد عمل وکړو.»

نوموړي دا څرګندونې د هغه د ګوندي ملګري شهباز ګل تر نيول کيدو وروسته کړې وې. عمران خان ادعا کړې وه چې هغه د بند پرمهال شکنجه شوی وو.

د شنبې په غونډه کې تر دې څرګندونو وروسته د عمران پر ضد د اسلام آباد د پوليسو په يوه مرکز کې د ترهګرۍ ضد قانون د موادو له مخې دوسيه پرانيستل شوې وه.

Pakistan Imran Khan, Rede in Lahore
انځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

په دې منځ کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند شتيفان دوجاريک خبريالانو ته ويلي دي چې عمومي منشي انتونیو ګوتېرش پر عمران خان د ترهګرۍ له تورونو خبر دی او نوموړي د ترنګلتيا د کمولو، د قانون حاکميت، بشري حقونو او بنسټيزې آزادۍ ته د درناوي او د «آرام پاتيدو» غږ کړی دی. 

عمران خان چې په ۲۰۱۸م کال کې واک ته رسېدلی وو، په پاکستان کې پر سياست د يوه څو کورنيو د واک د له منځه وړلو ژمنه کړې وه. خو مخالفينو یې پرې تل تور لګاوه چې نوموړی د پوځ په مرسته واک ته رسېدلی دی.

له واک څخه د هغه د لیرې کولو د هڅو په ترڅ کې اپوزيسيون پر نوموړي د انفلاسيون د کچې لوړېدو او پاکستانۍ کلدارې د ارزښت د ټيټیدو له کبله د اقتصاد په برخه کې د ناسم مدیريت تور لګولی وو. په اپريل میاشت کې د پارلمان له خوا د عدم اعتماد د رايو ترلاسه کولو وروسته نوموړی له واکه ګوښه شو خو تر دې وروسته په هېواد کې سخته ګډوډۍ رامنځته شوه او د پاکستان ستره محکمه مداخلې ته مجبوره شوه.

عمران خان څه موده مخکې د شواهدو له وړاندې کولو پرته تور ولګاوه چې د پاکستان پوځ د امريکا له یوې توطیې سره مرسته کړې ده څو دی له واکه وپرځول شي.

پوليسو څه موده وړاندې د عمران خان نزدې ګوندي ملګری شهباز ګل تر هغه وروسته نيولی وو چې نوموړي د «اې آر واې» په نامه د شخصي تلويزيون له لارې پر پاکستاني عسکرو او پوليسو د پوځي مشرتابه د «غیر قانوني امرونو» د نه منلو غږ کړی وو.

پر ګل د خيانت تور لګول شوی وو چې دا د پاکستان د قانون پر اساس د مرګ جزا لري. تر دې پېښې وروسته د «اې آر واې» شبکه هم وتړل شوه.

احسان بهون چې د پاکستان د عالي محکمې د وکيلانو د ټولنې مشر دی، د عمران خان پر ضد یې د محکمې جريان ستايلی دی او ویلي یې دي چې هيڅوک هم د قاضي يا قاضۍ د سپکاوي او د عدلیې د حيثيت د زيانمولو اجازه نه لري.

ب. ص/ ن. ز (APE)

زموږ له آرشيف څخه: