1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په بدخشان کې یوه ښځه سنګسار کړې

۱۳۹۵ اسفند ۱۹, پنجشنبه

یوه چارواکي ويلي دي چې طالبانو په بدخشان ولایت کې یوه ښځه سنګسار کړي او یو نارینه یې بیا په دوره وهلی دی. پر دغو دوو کسانو باندي د نامشرع جنسي اړیکو تور لګول شوی وو.

https://p.dw.com/p/2YtDc
Afghanistan Landschaft in Badakhshan
انځور: picture-alliance/dpa

د بدخشان ولایت د ښځو چارو ریاست مشرې زیفنون ناطق، ویلي دي چې پیښه د چهارشنبې په ورځ په وردوج وسلوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د پیښې په اړه ډیر جزئیات په لاس کې نه شته، ځکه وردوج ولسوالۍ اوس د طالبانو تر کنترول لاندې ده. خو ناطق ویلي دي چې دا په تیرو ۲۱ میاشتو کې د په اصطیلاح اخلاقي جرمونو په تور د طالبانو له خوا د ښځو د اعدام اتمه پېښه ده.

نژدې یوه میاشت مخکې طالب یاغیانو یوه بله ښځه هم په بدخشان ولایت کې د جنسې اړیکو په تور په ډزو ووژله. د افغانستان په نورو سیمو کې هم ورته پیښې زیاتي شوي دي. د روان کال په جنوري میاشت کې طالبانو په مرکزي افغانستان کې شپږ کسان د غلا او جنسې اړیکو په تور په دورو ووهل.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د څارنې او څیړنو همغږي کوونکي حسین معین، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «دا زموږ له پاره ډیره د اندیښنې وړ خبره ده.»

معین روښانه کړې ده چې حکومت ډیر وخت د دې وړتیا نه لري چې له قضایي نظام څخه بهر او په ناامنو سیمو کې رامنځ ته کیدونکې دغه شان پیښې وڅېړي.