شتاينماير: افغانستان او پاکستان دې سره پخلا شي
۱۳۸۶ خرداد ۲, چهارشنبهاعلان
له خپل پاکستاني سيال خورشيد قصوري سره تر کتنې وروسته ښاغلي شتاينماير زياته کړه چې «د گاونډيو هېوادونو د همکارۍ نه پرته نه شي کېدای چې افغانستان کې سوله ټينگه شي.» شتاينماير غوښتل چې د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشر پرويز مشرف سره هم وويني. خو نوموړی دا مهال په خپل هېواد کې تر سياسي فشار لاندې دی او ځکه يې له ده سره ليدنه ونه شوه.