1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کندز امنيې قومانداني او محبس بيرته نيول سوي»

۱۳۹۴ مهر ۷, سه‌شنبه

د کندز ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د ښار ځيني سيمي ئې بيرته له وسله والو طالبانو څخه نيولي دي. د کندز ښار ډېره برخه تيره ورځ ماسپښين طالبانو ونيوله. ناټو وايي د ښار په بيرته نيولو کي له افغان ځواک سره مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/1Gf3S
انځور: Reuters

د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني، د آلمان خبري آژنس سره په خبرو کي ويلي دي چي امنيتي ځواک د ښار په هغو سيمو بيرته ننوتی چي تېره ورځ طالبانو ونيولې.

هغه وويل: «د امنيې قوماندانۍ ودانۍ او لوی محبس بيرته نيول سوي دي.» حسيني د عملياتو د څرنگوالي په اړه نور جزئيات ورنه کړل.

په افغانستان کي ناټو ځواکونو هم ويلي دي چي امريکايي ځواکونو د کندز ښار دباندي سيمي بمبار کړي او له افغان ځواکونو سره د ښار په بيرته نيولو کي مرسته کوي.

داچي له پرون سهار بيا تر نن سهار په دغه ښار کي څه تير سوي هيڅوک ئې په اړه څه نسي ويلای. د تلفاتو په اړه هم تر اوسه هيڅ نه دي ويل سوي.

وسله والو طالبانو تيره ورځ پر کندز ښار له درو اړخونو يرغل وکړ او په څو ساعتونو کي په دغه ښار ننوتل. دوی لومړی ۲۰۰ بستريز روغتون ونيو او وروسته د ښار نورو برخو ته ورسېدل.

په کندز کي وسله وال طالبان
انځور: Getty Images/AFP

طالبانو په لومړي سر کي د کندز عمومي محبس مات کړ چي ويل کيږي تر ۷۰۰ ډېر سياسي او جنايي بنديان پکښې ول.

د تليفونونو له لاري په اخيستل سوو ويډيوگانو کي چي په ټولنيزو شبکو کي خپرې سوي، ښيي چي بنديان په ډېره بې غمي سره د ښار پر سړکونو له خپلو پلنډو سره روان او يو له بله سره خاندي.

د عيني شاهدانو په خبره د محکمې او يوناما ودانيو ته اور اچول سوی او نور دولتي تاسيسات هم ويجاړ سوي دي.