1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د کندز ښار سقوط تایید کړ

۱۳۹۴ مهر ۶, دوشنبه

افغان حکومت تایید کړې ده چې طالبانو د کندز ښار تر خپل کنترول لاندې راوستی دی. دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې لومړی ځل دی چې طالب جنګیالي په دې توانیږي چې د یوه ښار مرکز له امنیتي ځواکونو څخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/1Gex5
انځور: Reuters

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د اسوشیتد خبري آژانس ته ویلي دي چې «د کندز ښار د طالبانو لاس ته لویدلی دی».

طالب جنګیالیو د دوشنبې سهار وختي له څو اړخونو د کندز پر ښار باندې برید وکړ او د ښار محکمه، روغتون او دولتي ودانۍ یې تر خپل کنترول لاندې راوستې. د بې سرحده ډاکټرانو نړیوالې ادارې ویلي دي چې تر اوسه پورې یې په دغه ښار کې د ۱۰۰ تنو ټپیانو درملنه کړې ده.

د کندز ښار په داسې حال کې د طالبانو په لاس سقوط کوي چې د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني، د کار د پیلیدو یو کال پوره کیږي.