1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين او آلمان اړيکي زيان مني سوي

۱۳۸۶ مهر ۳, سه‌شنبه

د چين اولسي جمهوريت د تبت له روحاني مشر د يليلاما سره د جرمني د لومړۍ وزيري انگيلاميرکل پر کتني باندي سختي نيوکي کړي.

https://p.dw.com/p/DKHU
له تبت څخه شړل سوی بودايي مشرد يليلاما له ميرمن انگيلاميرکل سره په برلين کي د کتني په مهال
له تبت څخه شړل سوی بودايي مشرد يليلاما له ميرمن انگيلاميرکل سره په برلين کي د کتني په مهالانځور: AP
په پيکينگ کي د بهرنيو چارو وزارت وياندي څرگنده کړې ، چي د چين او آلمان اړيکو زيان ليدلی.
وياندي د آلمان پر حکومت باندي دا تورلگولی، چي د چين په کورنيو چارو کي لاس وهي.
د آلمان لومړۍ وزيري مېرمن انگيلاميرکل د تيري يکشنبې په ورځ په هند وستان کي اوسيد ونکی او له تبت څخه شړل سوي بودايي مشر د يليلاما سره په غيري رسمي ډ ول په پلازمېنه برلين کي وکتل.
چين په پنځوسمه لسيزه کي د تبت خپلواکه هيواد له ځان سره يوځای کړی.