1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په قبايلي سيمو کې 65 تنه مړه شوي دي

۱۳۸۶ فروردین ۱۶, پنجشنبه

د قبايلي ځواکونو او بهرنيو اورپکو تر منځ په نښتو کې د اټکل له مخې 65 تنه مړه شوي دي. د »آج« په نامه خبري رسنۍ رپوټ ورکوي چې تر 900 زيات قبايل په جنوبي وزيرستان کې راټول شوي دي تر څو د القاعده غړي له سيمې څخه وشړي.

https://p.dw.com/p/DKEp
قبايلي مشرانو پرېکړه کړې چې بهرني توندلاري به له خپلې خاورې څخه وباسي
قبايلي مشرانو پرېکړه کړې چې بهرني توندلاري به له خپلې خاورې څخه وباسيانځور: AP
ويل کېږي چې ډېرۍ وژل شوي کسان بهرنۍ اورپکي دي. قبايلي مشرانو يو څو ورځې وړاندې پرېکړه کړې وه چې ازبکي او چيچنيايي توندلاري به له خپلې خاورې څخه وباسي. دغه توندلاري د طالبانو تر نسکورولو څخه وروسته له افغانستان څخه نوموړې سيمې ته تښتېدلي وو. تېره مياشت هم په نښتو کې لږ تر لږه 250 تنه وژل شوي وو.