د پاکستان دنوي لومړي وزير کار په ښه توګه پيل سوی
۱۳۸۷ فروردین ۸, پنجشنبهاعلان
څنګه چي د اينفارميشن کوپن هاګن په نامه ډنمارکۍ ورڅپاڼۍ پخپله ننۍ ګڼه کي ليکلي دي، په پاکستان کي خلک ډير خوشاله دي په تيره بيا له دې امله چي د پاکستان نوی لمړی وزير يوسف رضا ګيلاني ددغه هيواد پخواني قاضي القضات چي په خپل کور کي ترڅارني لاندي و آزاد کړی دی. د نوموړي ورځپاڼي په عقيده د پاکستان دلمړي وزير دغه سمدستي اقدام ددې تحرک او جدیت ښه يي چي په پاکستان کي دتيرو کلونو دپيښو څخه وروسته اوس د ډيموکراسۍ او ديوې مدني ټولني دجوړيدلو دپاره اميد واري ليدل کيږي.