1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لغوه شوو ادارو سلګونو کارکوونکو ته پاته معاشونه ورکول کیږي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبه

طالبانو ویلې دي چې سلونو هغه کارکوونکو ته معاشونه ورکوي، چې د پخواني حکومت په چوکاټ کې یې په هغو ادارو کې کار کړی وي چې د طالبانو له خوا لغوه شوي دي. معاشونه د لغوه کېدو تر وخته پوري ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/4Jdkm
طالبانو ویلې دي هغه کارکوونکو ته معاشونه ورکوي، چې ادارې یې د طالبانو له خوا لغوه شوي دي.
طالبانو ویلې دي هغه کارکوونکو ته معاشونه ورکوي، چې ادارې یې د طالبانو له خوا لغوه شوي دي. انځور: WAKIL KOHSAR AFP via Getty Images

د طالبانو د چارو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلې دي، چې د پخواني حکومت د لغوه شویو ادارو کارکوونکي یې تشخیص کړي او د کابینې له جلسې وروسته یې هغوی ته د لغوه کيدو تر وخته پوري د معاشونو وېش پیل کړی دی.

د چارو ادارې په وینا، په دغه لغوه شویو ادارو کې: »د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت او د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې کارکوونکي شامل دي«.

آیا طالبان ښځینه دولتي کارکوونکو ته معاش ورکوي؟

زیاته شوې ده، چې په دغه بهیر کې به د ۲۴۹ میرمنو په ګډون ۲۴۴۴ پخوانیو کارکوونکو ته معاشونه ورکړل شي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل دویچه ویله ته وویل، چې دغو پخوانیو کارکوونکو ته د طالبانو د کابینې له پریکړې وروسته معاشونه ورکول کیږي. د نوموړي په خبره د دغو کسانو د معاشونو له پاره په دولتي بودجه کې ځانګړی کوډ رامنځته شوی.

هغه وویل:«کله چې د مالي کال بودجه منظوریده، نو په کلنۍ بودجه کې د دغو کسانو له پاره یو ځانګړی کوډ رامنځته شو، چې د هغې له مخې د دوی معاشونه اجرا کیږي.»

طالبان خپلو کارکوونکو ته پیسې له کومه ورکوي؟

خو ویل شوي دي چې یاد کارکوونکي د ادارو له لغوه کیدو وروسته د معاش مستحق نه دي او د کابینې د پریکړې له مخې د چارو اداره مسؤلیت لري، چې هغوی په نورو ادارو کې ځای پرځای کړی.

طالبان په داسې مهال د پخواني حکومت لغوه شوو ادارو کارکوونکو ته د معاشونو د ورکړې خبره کوي، چې لا هم په ځینو ادارو کې داسې کارکوونکي شته، چې په وینا یې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې یې یا هیڅ معاش نه دی ترلاسه کړی او یا یې هم کمه برخه معاشونه ترلاسه کړي دي.