1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا طالبان ښځینه دولتي کارکوونکو ته معاش ورکوي؟

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ مهر ۲۹, جمعه

طالبان وایي چې د پخواني حکومت ښځینه کارکوونکو ته معاش ورکوي، خو ښځینه کارکوونکي بیا له دندې د ګوښه کېدو او د طالبانو له خوا له ډېرو امتیازاتو څخه د محروم کېدو خبره کوي.

https://p.dw.com/p/4IRj1
Afghanistan | Afghanische Aktivistinnen protestieren gegen Taliban-Beschränkungen in Kabul
ښځینه کارکوونکي چې د طالبانو له خوا له دندې منع او په کورونو کې کښېنول شوې ديانځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د پخواني حکومت ښځینه کارکوونکي وايي چې د طالبانو په راتګ سره چې تر یوه کال ډېره موده کیږي له بې برخلیکه راتلونکي سره مخ دي. دوی له دویچه ویلې سره په خبرو کې وویل چې د ډېریو وزارتونو ښځینه کارکوونکي له دندې ليري شوي او لږ شمېر یې په ډېر ابتدایي کارونو لکه د ښځینه و د تلاشۍ په ځایونو کې دندو ته وربلل شوې دي.

 د پخواني حکومت په دفاع وزارت کې یوې سرتېرې چې د امنیتي ستونزو له کبله يې و نه غوښتل نوم یې واخیستل شي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د دې په شمول له ډېریو نورو همکارانو څخه معلومات لري چې د طالبانو له خوا له دندې ليري شوي دي.

خیریه سازمان: طالبانو یې ښځو ته د کار اجازه ورکړې ده

نوموړې وایي چې طالبانو د خپل حکومت په لومړیو دریو میاشتو کې د ځینو کارکوونکو معاشونه ورکړل خو وروسته له هغې چې نږدې یو کال تېرېږي دوی بې برخلیکه دي او معاشونه هم نه دي ورکړل شوي: «وروسته له هغې چې طالبان واک ته ورسېدل په نظامي ادارو کې ښځینه کارکوونکي لکه د ملي امنیت عمومي ریاست کې د ښځو له پاره هيځ بستونه نشته. په دفاع وزارت کې چې زه خپله یې کارکوونکې ومه، نه زموږ سره چا اړېکه نیولې او نه هم زموږ له ډلې کومه يوه دندې ته غوښتل شوې او نه هم په کورونو کې موږ ته چا معاش راکړی.»

په کورنیو چارو وزارت کې ښځینه کارکوونکو ته په ډېرو محدودو ساحو کې دندې ورکړل شوي دي. د دغه وزارت ښځینه کارکوونکې وایي چې په نورو چارو کې ښځینه کارکوونکي له دندې ليري کړای شوی او ځینو ته په کورونو کې معاش ورکوي خو تر پخوا درې برابره کم معاش ورکول کېږي.

طالبانو وزارتونو ته د ښځو له پاره د حجاب د مقرراتو د عملي کولو لارښوونه کړې

په مستعار نوم زهرا چې په کورنیو چارو وزارت کې يې دنده لرله وویل: «هغه ښځینه کارکوونکي چې پخوا د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کې دندې پر مخ وړې لکه قوماندانانې او رئیسانې او په نورو هغو تشکیلاتو کې چې د ښځو مربوطي وې هغوی دندې ته نه دې وربلل شوې. ډېر محدود ښځنیه کارکوونکي لکه د تلاشۍ ځایونو کې دندې پر مخ وړي.»

د نوموړې په خبره، هغه ښځینه کارکوونکي چې د طالبانو له خوا له دندې منع او په کورونو کې کښېنول شوې دي له تېر ژمې راهیسې معاشونه نه دې ترلاسه کړي.په پخواني حکومت د ښځو په چارو وزارت کې چې اوس د طالبانو له خوا د امر بالمعروف وزارت په نوم بدل شوی او چارې یې په بشپړ ډول درول شوي، سلګونه ښځینه کارکوونکې په کورونو کینول شوي دي.

د نوموړي وزارت یوې کارکوونکې فوزيې کاکړ له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ ته معاش راکړل کېږي خو د پخوا په پرتله ډېر کم دی. پخوا به ۱۳ زره وې اوس ۹ زرو ته راکم شوی او نور امتیازات هم نه شته. خو بیا اصلي ستونزه دا ده چې په محنت سره موږ ته معاش راکوي ولي موږ کار ته نه پرېږدي؟»

خو طالبان وایي چې د ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ښځینه کارکوونکو ته معاش ورکول کېږي چې له ډلې یې یو شمېر ښځینه کارکوونکو ته چې په ټولنه کې اړتیا لیدل کېږي په دندو ګمارل شوې او عملاً کار کوي خو یو شمېر یې په کورنو کې ناستې دي او معاشونه یې حواله کېږي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي دویچه ویله ته وویل چې د پخواني حکومت ټولو ښځینه کارکوونکو ته معاش ورکوي او د طالبانو له خوا د ښځینه کارکوونکو له دندې د ليري کېدو مسأله ردوي: «ښځینه کارکوونکي اوس په کورنیو چارو وزارت، هوایي ډګر، روغتیایي برخو، معارف، پاسپورت او تذکرې ادارې او مالیې وزارت کې کار کوي او ځینو نورو هغو ځایونو کې چې اړتیا ورته لیدل شوې ده. خو ځینې چې کار ته نه دې غوښتلې شوې هغوی ته معاشات ورکول کېږي.»

افغانه سوداګره: د طالبانو په واکمنۍ کې هم خپل کار ته ادامه ورکوم

د ښځو د حقونو فعالان بیا په دې باور دي چې طالبان غواړي په سیستماتیک ډول ښځې د خپل حکومت له صحنې ليري کړي.

د ښځو د حقونو فعاله عادله بهرام وایي: «طالبان ښځې له ښوونځي څخه منع کړي. همداراز دندې اجرأ کولو ته یې نه پرېږدي. اوس وایي په کورونو کې یو څه معاش ورکوي خو په لنډه موده کې به دا معاش هم قطع کړي لکه یو شمیر کارکوونکو ته چې نه معاش ورکول کېږي او نه هم دندې ته ورپرېښودل کېږي.»