1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فنلند لومړی وزیر خپل کور کډوالو ته ورکوي

د دویچه ویله د فارسي څانګه۱۳۹۴ شهریور ۱۴, شنبه

د فنلند لومړي وزیر په یوه بې سابقه اقدام کې اعلان کړی دی چې خپل شخصي کور د کډوالو د اوسیدو له پاره چمتو کوي. هغه د خپل هیواد خلک هم دې کار ته بللي دي.

https://p.dw.com/p/1GRc9
انځور: Reuters/A. Aimo-Koivisto/Lehtikuva

د فنلند هیواد مشر د شنبې په ورځ د دغه هیواد له یوې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل غواړي خپل شخصي کور د کډوالو د اوسیدو له پاره چمتو کړي. یوحا سیبیلا وویل چې هر څوک باید له کډوالو سره د مرسته کولو په بهیر کې ونډه واخلي.

د فنلند د لومړي وزیر کور د دې هیواد په شمال کې پروت دی. هغه ویلي دي چې اوس له دې کوره ډیره استفاده نه کوي ځکه د دولتي چارو له کبله ډیر وخت له خپلې کورنۍ سره په هلسینکي کې اوسیږي. دغه کور به په درو میاشتو کې د کډوالو اوسیدو ته چمتو شي.

سیبیلا ۵۵ کلن دی او د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې د فنلند د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی. هغه دې خبرې ته په اشاره کولو سره چې فنلند یو څو کلتوري هیواد دی، د دغه هیواد له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې د کډوالو ملاتړ وکړي. دغه چارواکي هیله څرګنده کړه چې کلیساوې او نور دواطلبه رضاکاره سازمانونه به هم د کډوالو ملاتړ وکړي.

اروپایي ټولنه په روان کال کې د کډوالو له کړکیچ سره مخامخ شوې ده او اوس د دغې ټولنې مشران په دې برخه کې پر مشترکو اقداماتو باندې خبرې اترې کوي.

تیر کال په فنلند کې یوازې ۳۶۲۰ تنو د پناه غوښتنه کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې په ګاونډي هیواد سویدن کې په همدې موده کې د پناغوښتونکو شمیر ۸۰۰۰۰ ته رسیده. فنلندي چارواکي تمه لري چې په روان کال کې په دغه هیواد کې د پناغوښتونکو شمیر ۳۰۰۰۰ ته ورسیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب