1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگرو ملتونه: اروپایي ټولنې دې ۲۰۰ زره مهاجر ومني

۱۳۹۴ شهریور ۱۳, جمعه

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنر د اروپایي ټولنې له هیوادونو څخه د ۲۰۰ زرو کډوالو د منلو غوښتنه کړې ده. په پام کې ده چې اروپایي ټولنه د بیلا بیلو غونډو په ترڅ کې د کډوالو پر موضوع خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/1GR4D
انځور: Reuters/L. Foeger

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنر انتونیو گورتیرس، د جمعې په ورځ ویلي دي چې د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه به په «ډله ییزه توگه د میشت کولو پروگرام» ته مکلف کړی شي.

په یوه خپره شوې بیانیه کې د گورتیرس له قوله راغلي : «هغه کسان چې وموندل شي چې هغوی د پناه ورکولو مستحق دي... باید د اروپایي ټولنې ټول غړو دولتونو په مکلف کولو سره دغه مهاجر په ډله ییزه توگه د میشت کولو پروگرام څخه گټه پورته کړي.»

د هغه له قوله په دغه اعلامیه کې وړاندې ویل شوي دي: «هیڅ هیواد دا کار په یوازېتوب نه شي کولای او هیڅ کوم هیواد د خپلې ونډې څخه انکار نه شي کولای.»

یوې اروپایي سرچنیې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشر ژان کلاوده یونکر به په راتلونکي اوونۍ کې د ۱۲۰ زرو نورو مهاجرو د بیا میشت کولو پروگرام جوت کړي.

د اروپايي ټولنې له لوري د خواخوږۍ پر سر ټینگار

گویترس د جمعې په ورځ د آلمان او فرانسې په څیر د اروپایي ټولنې د هر غړي هیواد له لوري د مهاجرو الزامي سهمیې ته د مکلفیتدو غوښتنه کړې ده. تر دې د مخه د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل ویلي وو: «زموږ باندینو پولو ته هره ورځ ډیر کډوال رارسیږي، او موږ نه شو کولای ایټالیا او یونان دغې کار ته یوازې پریږدو.» هغې په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې داسې هم نه شي کیدای چې درې هیوادونه لکه سویډن، اتریش او آلمان په یوازیتوب سره سترې دندې تر سره کړي.

بې ساری کړکیچ

په پام کې ده چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د جمعې په ورځ په لوگزمبورگ کې سره وویني، تر څو د مهاجرو د بې ساري کړکیچ په هکله خبرې اترې وکړي. د ویشگراد اتحادیه چې په کې هنگري، سلواکیا، چک جمهوریت او پولنډ شامل دي هم په پراگ کې غونډه لري، تر څو د دغه گروپ دریځ له اروپایي ټولنې سره همغږی کړي.

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې داسې بریښي چې دغه گروپ مخ پر زیاتیدونکي توگه له اروپایي ټولنې څخه واټن نیسي. د هنگري لومړي وزیر ویکتور اوربان د پنجشنبې په ورځ د مهاجرو کړکیچ د «آلمان د ستونزې» په توگه عنوان کړ. هغه ویلي دي: «هیڅوک نه غواړي چې په هنگري، سلواکیا، پولنډ او یا ایستونیا کې پاتې شي. هغوی ټول غواړي چې آلمان ته ولاړ شي. زموږ دنده یوازې د هغوی راجستر کول دي.»

اروپایي ټولنه د میلیونونو کډوالو له هجوم سره مخامخ ده

پولنډ د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې اروپایي ټولنه باید د مهاجرو د سترو هجوم تر شا ستونزه هواره کړي گنې د میلیونونو کډوالو د هجوم خطر دې ومني.

په زرونو کډوال چې زیاتره یې د سوریې له هیواد سره تړاو لري د روانۍ اوونۍ له پیل راهیسې وروستۍ له هغې د هنگري په پلازمینه بودا پېست کې بند پاتې دي چې دغه هیواد هغوی ته اتریش او یا آلمان ته د تلو اجازه ور نه کړه.