1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سویس موزیم کې دوه سری کیشپ ۲۵ کلن شو

۱۴۰۱ شهریور ۱۴, دوشنبه

د سویس د ژنیف ښار کې د طبعیت په نوم موزیم کې دغه بې ساری کیشپ دوه سرونه، دوه زړونه، دوه جوړې سږي او ان دوه جلا شخصیتونه لري. دغه کیشپ د خپل پالونکي په مرسته خپله ۲۵ کلیزه ولمانځله او ټولې اړتیاوې یې پوره کیږي.

https://p.dw.com/p/4GQoE
Schildkröte Janus wird 25 Jahre
انځور: Salvatore Di Nolfi/dpa/picture alliance

د ژانوس په نامه دغه ژوی د سویس هېواد د ژنیف ښار د طبیعت تاریخ په موزیم کې یو له مهمو سیاحتي جاذبو شمیرل کیږي چې ګڼ شمیر کسان یې لیدو ته ورځي.

 
ژانوس د هغه د زوکړې په ورځ د غاښونو په برس سره ومینځل شو او د دې ژوي نورې ټولې اړتیاوې د هغه د پالونکو له لوري په موزیم کې پوره کېږي. دا یوناني کیشپ هره ورځ په شین چای مینځل کیږي، په منظمه توګه مساج ورکول کېږي، ځانګړي خوراکي رژیم لري او روغتیایي وضعیت یې په منظمه توګه څارل کېږي. ژانوس ته طبیعي میوې او سبزيجات ورکول کېږي.

BG Die zweiköpfige Schildkröte Janus feiert ihren 25. Geburtstag in Genf
د دې کیشپ د ساتوونکو ډلې مشره انجلیکا بورګوینانځور: Pierre Albouy/REUTERS

په آلمان کې يو ۱۱ ميليونه کاله پخوانی کيشپ‌ وموندل شو
دوه ځله جشن
ژانوس چې دوه زړونه، دوه سږي او حتی دوه ځانکړي شخصیتونه لري، ځینې وخت د ژانوس دواړه سرونه هڅه کوي چې مخالفو لورو ته لاړ شي. د دې کیشپ د ساتوونکو ډلې مشرې انجلیکا بورګوین وویل: «ښی لوري ته سر یې ډېر ویښ او ځېرک دی او پیاوړی شخصیت لري؛ مګر چپ لوري ته سر یې ډېر غیر فعال او د خوړلو سره ډېره مینه لري.»

«دلفينان د روسيې له جنگی بيړیو څخه ساتنه کوي»
د ژانوس د پاملرنې ډله په دوام داره توګه د هغه څارنه کوي او تل چمتو وي که چیرې هغه چپ لوري ته واوړي نو هغه باید بیرته سم کړي، ځکه امکان شته چې په داسې حالت کې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړي.

Schildkröte Janus wird 25 Jahre
ژانوس د هغه د زوکړې په ورځ د غاښونو په برس سره ومینځل شوانځور: Salvatore Di Nolfi/dpa/picture alliance


دغه دوه سری کیشپ په ۱۹۹۷ کال کې زیږیدلی او نوم یې ژانوس ایښودل شوی چې د دوه مخونو رومي خدای ته اشاره کوي.
د کارپوهانو په وینا که ژانوس په ځنګل کې پاتې شوی وای، نو هغه به د نورو ښکاري حیواناتو له چېچلو څخه خوندي نه وی پاتې شوی او ممکن ژوندی هم نه وی پاتې شوی ځکه سر یې نه شي کولی د ځان ساتنې لپاره خپلې خولۍ ته ننوځي.