د ترکيې پوځ په هېواد کې له اسلامي نظام څخه اخطار ورکوي
۱۳۸۶ اردیبهشت ۵, چهارشنبهاعلان
د ترکيې د پوځ مرستيال مشر ارگون سيگون وويل راتلونکی ولسمشر بايد د نوموړي هېواد اساسي قانون ته درناوی وکړي په کوم کې چې د دين او دولت بېلوالی راغلی دی. د ښاغلي گل اسلامي او محافظه کاره گوند چې «ای کې پي» نوميږي، په پارلمان کې غوڅ اکثريت لري او ښاغلی عبدالله گل يې د اوسني ولسمشر د ځايناستي په صفت معرفي کړی او ده ځان کانديد کړی دی. مخالف گوند په دوی باندې تور لگوي چې غواړي په ترکيه مې ورو ورو اسلامي نظام راولي.