1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان په لا ډير ژور سیاسي بحران کې د ډوبېدو په حال کې

۱۴۰۱ دی ۲۴, شنبه

د پاکستان په خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونو کې د محلي حکومتونو د انحلال بهیر پیل شوی دی. دغه اقدام به په اتومي وسلو مجهز دغه هیواد کې سیاسي بحران لاپسې ډير کړي.

https://p.dw.com/p/4MBqH
د آرشیف انځور - په پاکستان کې د شهباز شریف حکومت پر ضد د یوې مظاهرې پر وخت اخیستلی انځور
د آرشیف انځور - په پاکستان کې د شهباز شریف حکومت پر ضد د یوې مظاهرې پر وخت اخیستلی انځور انځور: Banaras Khan/Getty Images/AFP

د پاکستان پخواني صدراعظم، عمران خان، چې تېرکال د پارلمان د عدم اعتماد رايې په نتيجه کې له واکه لرې شو، د پنجاب ایالت ارشد وزیر ته امر کړی چې له خپلې دندې ګوښه شي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند مهم غړي، فواد چوهدري، وویل: «د حکومت د انحلال پروسه پیل شوې او په پام کې ده د شنبې په ورځ بشپړه شي.»

د خيبر پښتونخوا ارشد وزیر هم ويلي دي چې هغه له خپلې دندې لاس په سر کيږي او د دغه ایالت د قانون جوړونې مجلس هم د اوونۍ په پای کې منحلوي.

شهباز شریف: هیواد مو د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دی

عمران خان تېر کال د پاکستان د پارلمان د عدم اعتماد رایې په نتيجه کې له واکه لرې شو او ځای ېې اوسني صدراعظم شهباز شریف ونیوه. خان دغه کار د خپلو سیاسي رقیبانو یوه دسیسه بولي چې د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ ېې ترسره کړې. متحده آيالاتو دغه ادعا تل رد کړې ده.

عمران خان په دغه موضوع کې ځکه د امريکا رول مهم بولي، چې خان د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسيې د پوځي حملې په ورځ له مسکو څخه کتنه کړې وه.

د تحریک انصاف پاکستان ګوند مشر، پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو له سرسخته پلویانو څخه دی. عمران خان له واک څخه تر لرې کېدو وروسته د نوو انتخاباتو د ترسره کولو له پاره پراخ اعتراضي لاریونونه وکړل.

عمران خان د بلوا له ویرې احتجاجي مارش لغوه اعلان کړی

د وروستۍ مظاهرې پر مهال پر هغه یو ښکاره برید وشو چې په کې ټپي شو. خان د شهباز شریف په مشرۍ اوسنی حکومت یو «وارداتي» حکومت ګڼي او وايي چې په پاکستان کې د نوو انتخاباتو له لارې بل حکومت جوړ شي. شریف بیا د خان د نوو انتخاباتو غوښتنه نه مني.

داسې ښکاري چې د خان اوسني اقدامات به د دې هڅه وي چې د شریف په مشرۍ مرکزي حکومت نوو انتخاباتو ترسره کولو ته قانع کړای شي.

پاکستان د لويو اتومي مرکزونو خاوند دی او څه باندې ۲۲۰ ميليونه نفوس لري. که څه هم د پاکستان د نفوس ډیره برخه ځوانان تشکیلوي، خو د ارزي زيرمو بې سارې کمېدو، د تيرکال ويجاړونکو سيلابونو درنو زیانونو او د انرژۍ نړیوال بحران دغه هیواد له یو اقتصادي بحران سره مخ کړی دی.

عمران خان: حکومت زما د وژنې توطيه جوړه کړې وه

کارپوهان وايي په داسې حال کې چې پاکستان نړیوالو ژمنو باندې د سترګو پټولو په حال کې دی، سیاسي ګډوډي به پکې د اقتصادي بدمرغیو د لا ډيریدو سبب وګرځي.

 dwD/mks/mns

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: