1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

شهباز شریف: هیواد مو د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دی

۱۴۰۱ شهریور ۲۱, دوشنبه

د پاکستان لومړي وزير د ترکېې له ولسمشر سره د ېوې ټيلفوني اړېکې پر مهال ويلي دي چې هیواد ېې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دی. شریف ويلي چې هيواد ېې له وژونکو سيلابونو سره مبارزه کوي او کرهڼیز کمربند ېې اوبو لاندې کړی دی.

https://p.dw.com/p/4GjhF
Flut in Pakistan - UN-Generalsekretär Guterres
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف (په منځ کې) د ملګرو ملتونو سازمان له عمومي منشي، آنتويو ګوتریش، سره له سيلاب ځپلو سیمو څخه د کتنې پر مهالانځور: Pakistan Prime Minister Office/AFP

د اسوشتيد خبري آژانس د دوشنبې ورځې د رپوټ پر اساس، شهباز شریف له رجب طیب اردوغان سره تېره شپه پر ټيلفون غږيدلی دی. خبرځای زیاتوي چې شهباز شریف له اردوغان څخه پاکستان ته په ۱۲ پوځي الوتکو، څلورو اورګاډو او د ترکېې د سرې میاشتې ادارې په لارېو کې د استول شوو خوراکي موادو، درملو او خيمو له مرستې څخه مننه کړې ده.

د حکومت په یوه اعلاميه کې راغلې چې شریف په دغه ټيلفوني اړيکه کې اردوغان ته د حکومت د کمکي فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د «خوراکي موادو د کمښت» پر ستونزه د غلبې په خاطر ېې له ترکېې څخه د مرستې غوښتې وکړه. هغه همدارنګه له ترکېې څخه په سیلاب ځپلو سيمو کې د ساختماني چارو په برخه کې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

 دغه تليفوني اړيکه داسې وخت شوې چې چارواکي د دوشنبې په ورځ د خوراکي موادو، خيمو او نورو توکو د سپارلو له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

په پاکستان کي قيمتونه په ريکارډ سطحه جګ سوي دي

Pakistan Überschwemmung in Manchar Lake
​​​​اوسمهال په ټول پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۶۶۰ زرو ډير کسان په مرستندويه کمپونو کې ژوند کويانځور: Fareed Khan/AP Photo/picture alliance

اوسمهال په ټول پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۶۶۰ زرو ډير کسان په مرستندويه کمپونو کې ژوند کوي. دوی وروسته له هغې چې سېلابونو ېې کورونه تخريب کړل اړ شوي چې خپلې سېمې پرېږدي او امن ځایونو ته ځانونه وباسي. په دې منځ کې پاکستان، د پاکستان پوځ، د ملګرو ملتونو سازمان او ځايي خیریه موسسات سېلاب ځپلو ته د خوراکي موادو په برابرولو بوخت دي.

پاکستان تر ډيره پر خپلو زراعتي محصولاتو متکي دی او وخت ناوخت خپل اضافي غنم افغانستان او نورو هیوادونو ته صادروي. اما د سږنيو سېلابونو له کبله اوس دغه هیواد په خپله غنمو او سبزيجاتو ته ډيره سخته اړتیا پېدا کړې ده، البته د هغو پاکستاني افرادو په ګډون چې له سېلابونو څخه په مستقیمه توګه اغیزمن شوي نه دي. دغه هیواد د غنمو او سبزيجاتو پر وارداولو باندې غور کوي او په عین وخت کې د سبزيجاتو او نورو خوراکي موادو بېې هم مخ پر لوړېدو دي.

تر تيرې اوونۍ پورې د پاکستان شاوخوا يوه دريمه برخه د سيلابونو اوبو لاندې کړې وه چې په هغو کې شرقي ایالت پنجاب او جنوبي ایالت سیند هم شامل دي کوم چې د دغه هیواد د غذايي موادو کندو ګڼل کيږي.

پاکستان کې سيلابونه؛ چارواکي وايي بشري مرستې مخ په ډيرېدو دي

Pakistan | Überschwemmungen in Dera Allah Yar
​​​​تر تيرې اوونۍ پورې د پاکستان شاوخوا يوه دريمه برخه د سيلابونو اوبو لاندې کړې وه چې په هغو کې پنجاب او سیند ایالتونه هم شامل ديانځور: Stringer/REUTERS

ابتدايي اټکلونه ښيي چې سږنيو سيلابونو پاکستان ته د لس ميليارډ ډالرو په ارزښت زیان اړولی دی، خو چارواکي وايي چې د زیانونو کچه تر دې خورا لوړه ده. دغه وضعیت پاکستان اړ کړی چې د ملګرو ملتونو سازمان او نړېوالې ټولنې څخه د لا ډيرو مرستو غوښتنه وکړي.

په ځواب کې ېې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند موسساتو او د امریکا متحده ايالاتو په ګډون ګڼ شمیر هیوادونو له ۶۰ څخه په ډیرو الوتکو کې پاکستان ته کمکي مواد ليږلي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې واشنګټن له تیرې اوونۍ راهیسې په درو پوځي الوتکو کې غذايي مواد وراستولي دي. دغه راز په پام کې وو چې د دوشنبې په ورځ هم په مرستو بار د امریکا د پوځ درې نورې الوتکې د پاکستان تر ټولو ډېر ځپل شوي ایالت، سیند ته ورسیږي.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي، آنتونیو ګوتریش تیره اوونۍ د سيلاب ځپلو سیمو څخه د کتنې په موخه پاکستان ته دوه ورځنی سفر درلود. هغه اقلیمي بدلون د سيلابونو لامل وښود. ګوتریش ويلي وو چي د اقليمي بدلون له کبله يې تر دې مخکې هيڅکله په دغه اندازه تباهي نه وه ليدلې. هغه د اقليمي بدلون پړه پر صنعتي هيوادونو واچوله. 

آ/م.ک.ص./ن.ز.

دلته په پاکستان کې د سېلابونو پر موضوع یو انځوريز البوم هم کتلۍ او معلومات لوستلی شئ.