د آلمان حکومت د خواراکي موادو نړيوال پروگرام ته مرسته دوه چنده کړه
۱۳۸۷ اردیبهشت ۵, پنجشنبهاعلان
دا چی د دغه بحرانه سره دی څنګه باید مبارزه وشی، په دی هکله بیا د دوی نظریی او دريځونه ډير سره توپير لری .
د آلمان په مرکزی پارلمان کی پرون د هغه نړيوال بحران په هکله جروبحثونه شوی دی، چی په نړۍ کی یو ناڅاپه دخوراکی موادو دبيو دجګيدلو له امله پيدا شوی.
د آلمان حکومت د دغه پارلمانی جروبحثونو په بهيرکی ويلی دی چی آلمان به دملګرو ملتونو دټولنۍ په چوکاټ کی دنړی دخوراکی موادو دپروګرام سره سمدستی مالی مرستی وکړی ترڅوچی ددغه بحران دکمولو په لاره کی د آلمان حکومت خپله سمدستی ونده تر سره کړی وی .