د آلمان تورنادو ډوله الوتکې نن مزار شريف ته رسېږي
۱۳۸۶ فروردین ۱۶, پنجشنبهاعلان
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنگين سپنتا له آلمان څخه مننه وکړه. د آلمان د کورنيو چارو وزير ولفگانگ شويبله هغه نيوکې رد کړې چې گواکې آلمان به د الوتکو د دې ماموريت د لارې د ترهگرو لخوا په نښه شي. څوک چې دغه استدلال کوي، د شويبله په وينا د علت او تاثر تر منځ توپير نه شي کولای.