1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت د وضعیت د کنترول ژمنې کوي، خو څنګه؟

۱۴۰۰ مرداد ۲۳, شنبه

د کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي، له ولایتونو زرهاوو بې ځایه شویو کورنیو راکډه کېدو ترڅنګ د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي.

https://p.dw.com/p/3yzLR
Afghanistan Familien fliehen vor den Taliban
د نورو ولايتونو څخه زيات شمير مهاجر کابل ته رسېدلي ديانځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

شیرمحمد په کابل ښار کې ټکسي چلوي، ده دویچه ویله ته وویل په ولایتونو کې د جګړو شدت، یو په بل پسې د ولایتونو سقوط د کابل ښاریانو ژوند هم سخت کړی: «زه چې له سهاره ټکسواني کوم، ځیني وخت کابل ښار ځانته نظامي بڼه غوره کړي، د ورځي د پوځي ګاډو ډير تګ راتګ او د شپې لخوا د طیارو غږونه، خلک طبعا په اندېښنه کې دي.»

نوموړی د توکو د بیو لوړېدو خبره هم کوي: «همدااوس د یو لیتر پټرولو بیه له ۶۰ افغانیو اوښتې، اوړه، غوړي او نور توکي هم ګران شوي.»

افغان چارواکي وايي، په ولایتونو کې د جګړو له امله شاوخوا ۴۰ زره بې ځایه شوې کورنۍ یواځې کابل ته راکډه شوي.

د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د جګړو پراختیا له امله دا لړۍ اوس هم روانه ده او ښايي په کابل کې د بې ځایه شویو کورنیو شمېر تردې هم واوړي.

کډوال چېرې ځای پر ځای شوي؟

کابل ته راکډه شوې ډېری کورنۍ د شمالي کندز، بغلان، تخار، بدخشان، پروان او یوشمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي دي، چې دلته د سرپناه د نشتوالي له امله ځينې یې په پارکونو کې ځای پر ځای شوي.

د هلمند ولایت یوې سیاسي فعالې هادیه هلمندۍ دویچه ویله ته وویل، ددې په ګډون د کورنۍ ډېر غړي یې په هلمند کې د تازه جګړو له امله کابل ته رابې ځایه شوي دي: «زما د کورنۍ غړي د کابل په احمدشاه بابا مېنه او کمپنۍ سیمو کې ځای پر ځای شوي، خو له روغتیا بیا د ماشومانو تر تعلیم او تحصیل پورې له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان یو.»

اغلې هلمندۍ پر حکومت سخته نېوکه وکړه، چې د بې ځایه شویو کډوالو ستونزو  ته په رسیدګی کې پاتې راغلی:«زمونږ ډير کډوال په پارکونو او یا حتی د واټ پر سر شپې او ورځې تېروي، له بده مرغه ځیني ځوانان چې ښه ده اوباشان ورته ووایو د پارکونو او واټ پر سر دغو خویندو، مېندو او کورنیو ته مزاحمت کوي چې حکومت لږ تر لږه ددغو اوباشانو مخه هم نه شي نېولی.»

هلمندۍ وویل، افغان حکومت پر ځینو بې ځایه شویو کورنۍ پخه ډوډی ویشي، خو د مرستو د ویش یو اغیزمن مدیریت د نشتوالي له امله ډېر شمېر کورنۍ له دغو مرستو هم پاتې دي.

د ولسمشر غني ډاډ

دا څرګندونې داسې مهال دي چې ولسمشر غني نن شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۱۴مه) ولس ته په لنډه ټلویزوني وینا کې د وضعیت د ژر کابو کولو ډاډ ورکړ.

نوموړي په ځانګړې توګه د کورنیو بې ځایه کېدو په تړاؤ وویل: « زموږ هڅه داده چې ددغه وضعیت له امله بې ځایه شویو هیوادوالو ته لازمه رسیدګي وکړو.»

ولسمشر غني د وضعیت کنترولولو په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر بیا انسجام ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې د یوه تاریخي مسؤلیت په توګه پرینږدي چې جګړه پراخه او د لاډېرو خلکو د وژل کېدو، بې ثباتی او خپلو کورونو پرېښود سبب شي.

غني وویل، چې په دې اړه یې په حکومت کې دننه، سیاسي مشرانو، د هېواد بیلابیلو قشرونو او نړېوالو همکارانو سره  سلا مشورې پيل کړي، چې ډېر ژر به یې پایلې له خلکو سره شریکي کړي.

اسماعیل شاکر – کابل