جرمني افغانستان ته 250 اضافه جنګي سرتيري ليږي
۱۳۸۶ دی ۲۶, چهارشنبهاعلان
د دفاع د وزارت وياند ، راينر آرنولد وويل،چي په دوبي کي بايد جرمني دغه وظيفه پر غاړه واخلي .
پدې وسيله به د جرمني پوځ په افغانستان کي د خپلو مرستو په لړ کي په وظايفو کي نوی والی راولي . آرنولد وويل چي تر اوسه پوري د مزار شريف په ښار کي يوازي د امنيت او ثبات ساتلو قواوي موجودي وې ، او نه جنګي قواوي . د هغو فرق د هغوی په تجهيزاتو ، تربيې او وظايفو سره کيږي ، او کيدای سي چي د ترهګرانو په نيولو کي هم ورڅخه کار واخيستل سي .
دغه نوي قواوي به د ناروېژي عسکرو ځای ونیسي ، چي تر اوسه پوري يې د جرمني د مسؤليت په ساحه کي فعاليت کاوه . ناروې غواړي چي په جولای کي خپلي دغه قواوي وباسي .