بين امللی ټولني په افغانستان کښي تر اوسه پوري يوازي پر نظامي تدابيرو باندي اتکا کړيده .
۱۳۸۶ اسفند ۹, پنجشنبهپه هغه رپوټ کښي چه دغي ټولني نن په برلين کښي نشر ته سپارلی دی ، ويل سوی دي ، چي افغانان د ذخايرو ،اومو موادو او نورو شيانو پر سر دعوه ، د خرابي امنيتي وضع اصلي علت بولي .
Oxfam د خپل دغه رپوټ د جوړولو دپاره په شپږو ولايتو کښي د ۵۰۰ نفرو څخه پوښتني کړيدي .
د جرمني د Oxfam مشر پاول بينيډيک وويل چه بې امنيتي يوازي د طالبانو د مقاومت له کبله نه ده رامنځته سوې ، بلکه د محلي شخړو له امله هم .
ددغو شخړو ۵۰ فيصده دمځکو پر سر ، ۴۳ فيصده پر اوبو او نور يې کورني اختلافات دي .
شخړي ژر ځکه رامنځته کيږي ، چه په ډيرو ځايو کي بې امنيتي ده ، او د خلګو پلاس وسلې هم آسانه ورتلای سي .
Oxfam ددې خاطره په محلي سطح د اختلافاتو د له منځه وړلو غوښتنه کړيده . او وايي چه بين امللی ټولني په افغانستان کښي تر اوسه پوري په لوړه سياسي سطح يوازي پر نظامي تدابيرو باندي اتکا کړيده .