1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د امريکا په اقليمي سياست کي يو بنيادي بدلون غواړي

۱۳۸۸ شهریور ۳۱, سه‌شنبه

د امريکا ولسمشر له هري موقعې څخه په گټه اخيستني سره د متحده آيالتونو لخوا د اقليم د يوې نوي پاليسۍ د تگلاري ننگه کوي، ځکه چي دغه اوښتون په اقتصادي لحاظ هم ارزي...

https://p.dw.com/p/JmDg
د امريکا ولسمشر بارک اوباما «زه انتظار لرم چې په راتلونکو کالونو کې به د بديل د انرژيو پراخېدل ډېر ژر صورت او بڼه نيسي».
د امريکا ولسمشر بارک اوباما «زه انتظار لرم چې په راتلونکو کالونو کې به د بديل د انرژيو پراخېدل ډېر ژر صورت او بڼه نيسي».انځور: AP

«موږ د دې خوښه لرو چې د اوس په څېر په نړۍ کې د تېلو تر ټولو لوی واردونکی هېواد پاته شو او له دې لارې خپلې پيسې او خپله شتمني د لاسه ورکړو. او يا دا چې کولای شو په نړۍ کې د پاکې انرژۍ تر ټولو ستر صادرونکی هېواد جوړ شو».

په جون مياشت کې ولسمشر يو مهم لومړی گام اوچت کړ. د نمايندگانو مجلس تصميم ونيوهء چې د 2005 کال په پرتله تر 2020 کاله پورې د کاربن داي اکسايد ککړتيا 17 په سلو کې او تر 2050 م کاله پورې 83 په سلو کې کمه کړي. هغه صنايع چې په لوړه کچه د گلخونې گازونه رامنځته کوي، بايد په راتلونکې کې په پيسو جوازليکونه رانيسي. بارک اوباما سربېره پر دې غواړي چې د بديل د انرژيو په ساحه کې زياته پانگونه وکړي، لکه د باد او يا د لمر د انرژيو په برخه کې.

ايلين کلاوسن، چې په واشنگټن کې د اقليم د بدلون په هکله د نامتو څېړنيز PEW مرکز مشره ده، د اوباما د اقليم له سياست څخه ملاتړ کوي:

«د اوباما په اداره کې ټول مسوول کسان د اقليم موضوع ډېره جدي نيسي. که دې ته کتنه وکو چې په تېرو اتو مياشتو کې کومې تگلارې غوره شوې دي، نو دا د بوش د اته کلنې دورې په پرتله د غوڅ بدلون په معنا ده».

مخکې له دې چې د اوباما د اقليم پاليسي عملي او پلې شي، بايد د مشرانو جرگه يا سنا د ولسمشر وړانديزونه ومني. خو د دې انتظار سږ کال نور نه کيږي، په تېره بيا د کوپنهاگن له سرمشريزې وړاندې تصميم نه نيول کيږي. دغه غونډه په دسامبر کې رابلل کيږي. نو دلايل په دې ډول دي: له يوې خوا د امريکا په متحده آيالتونو کې د روغتيا په برخه کې د سمښتونو په اړه بحثونه، ټول نور داخلي مسايل، تر سيوري لاندې راوستي دي. له بلې خوا د اقليم د يوې نوې پاليسۍ مخالفين سره منسجم کيږي. هغوی د صنايعو په ډگر کې گڼ او پياوړي دي. دغه خلک وېره لري چې په راتلونکي کې بايد نور لگښتونه وزغمي کله چې به دوی دې ته اړ کيږي چې د لوخړو جوازليکونه لاس ته راوړي.

ځينې جمهوريت غوښتونکي او د اوباما نور مخالفين د دغه استدلال په اساس د خلکو وېرې او کرکې ته لمن وهي. هغوی هغه اقتصادي امکانات، چې د بديل د انرژيو له ودې سره ملهء دي، نه يادوي. بلکه خطرونو ته ډېره پاملرنه کوي، لکه د امريکې د تېلو او درنې صنايع په برخه کې د کارځايونو له منځه تگ.

ارنهء يونگ يوهان چې په واشنگټن کې د هاينريش بوېل بنسټ پورې اړه لري له کالونو راهيسې د امريکې د اقليم سياست څاري او راتلونکې ته په ښه سترگه گوري:

«که سړی د امريکې متحده آيالتونو ته وگوري، نو څرگنديږي چې هغوی د بديل د انرژيو د راوستلو ډېر پراخ امکانات لري. دغه امکانات او بيا لوی تاجران چې دلته شته، بې ساري دي. زه انتظار لرم چې په راتلونکو کالونو کې به د بديل د انرژيو پراخېدل ډېر ژر صورت او بڼه نيسي».

Soric, Miodrag/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل