اوباما:د افغانستان او پاکستان په ستراتيژي کي بدلون نه راځي
۱۳۸۹ مهر ۱۳, سهشنبهد اوباما دغه يادونه چي تر دې دمخه د ملي امنيت د لوړ پوړو ارګانو له خوا هم يادي سوي، پرون د هغه هيواد کانګرس ته د جګړې په هکله د يو محرم رپوټ د وړاندي کولو په بغل کي په يوې ارزونه کي عنوان سوې ده.
اوباما پدې ارزونه کي ليکي دي:« موږ خپله پاليسي، لکه څنګه چي مو د ډسمبر په مياشت کي اعلان کړې، کټ مټ پلي کوو. فکر نه کوم چي په اوسني وخت کي په هغې کي د کوم تعديل يا بدلون اړتيا وي.»
اوباما زياته کړه:« په داسي حال کي چي کانګرس په افغانستان او پاکستان کي د خپلي راتلونکي کړنلاري په هکله سلا مشورې کوي، زه غواړم ووايم، کومه پاليسي چي موږ ټاکلې ده په برياليتوب سره د هغې پلي کول زموږ د ولس په ګټه ده.»
اوباما د تير کال په ډسمبرکي تر يوې هر اړخيزي ارزوني وروسته د افغانستان دپاره خپل ستراتيژي اعلان کړه چي په هغې کي دوو مهمو ټکو ته پاملرنه سوې:
«په افغانستان کي د زور پالونکو طالب اورپکو پر ضد د جګړې د ګتولو دپاره د 30 زرو نورو سرتيرو استول او د 2011 کال د جولای په مياشت کي د افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو پيل.»
د رپوټونو له مخه جمهور ريس به د راتلونکي ډسمبر په مياشت کي پر خپلي ستراتيژي باندي کتنه وکړي چي تر کومه ځايه هغه بريالي ده.
خو د هغه د پروني وړاندي سوي ارزوني له مخه په هغې کي د ستر بدلون انتظار نه کيږي.
د ناټو تر مشرۍ لاندي د نړيوال ځواک اوسنۍ ستراتيژي دا ده چي د افغانستان په جنوب او ختيځ کي ستر ښارونه د ياغيانو له شتون څخه پاک کړي او په عين وخت کي د افغان امنيتي ځواکونه پياوړي کړي تر څو د 2011 کال په جولای کي د امريکايي سرتيرو د ايستلو د پيل لپاره لاره هواره کړي.
د دفاع وزير رابرت ګېټس او لوړ پوړي امريکايي قوماندانان وايي چي په افغانستان کي د پرمختګ ځيني نښانې ليدل کيږي.
په اوسني وخت کي د متحده ايالاتو او ناټو د نورو متحدينو کابو 150 زره سرتيري د اورپکو پر ضد په جګړه بوخت دي.
سپيني ماڼۍ پرون ناوخته وويل چي، جمهور ريس اوباما د افغاسنتان د جمهور ريس سره د يو ويډيويي تماس له لاري پر ګڼ شمېر مسايلو باندي يوديرش دقيقې بحث درلودی.
په دې ويډيويي تماس کي د افغانستان او متحده ايالاتو د اوږدې مودې پر اړيکو، د افغانستان پر وروستيو پارلماني ټاکني او دغه راز سيمه ايزو اړيکو باندي خبري وکړې.
سپيني ماڼي وويل: « دواړو مشرانو موافقه وکړه چي د راتلونکي په هکله په منظمه توګه تماسونو نيولو ته دوام ورکړي.
سپيني ماڼۍ ويلي دي چي، موږ هڅه کوو د جمهورريس کرزي د هغه هدف سره مرسته وکړو چي غواړي تر2014 کال پوري په خپل هيواد کي ټول امنيتي مسووليت افغان امينتي ځواکونو ته وسپارل سي.»
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل