المان په کوزو کې د سولې ماموریت پای ته رسولای دئ
۱۳۹۱ مهر ۷, جمعهاعلان
المان په بوسنیا کې خپل ۱۷ کلن اوږد د سولې ماموریت پای ته رسولی دئ. دغه ماموریت هغه وخت پای ته ورسید کله چې د المان وروستي دوه تنه سرتیري چې د اروپایي ټولنې له ځواکونو سره په ماموریت بوخت وو د هغوې په پوځي مقر کې خپله دنده پای ته ورسوله. په دغه پوځي مقر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د نوموړي ماموریت پای ته رسیدل ولمانځل شول.
د المان لومړني پوځي سرتیری په ۱۹۹۵م کال کې د ناټو د سوله ساتو پوځونو په چوکاټ کې په بوسنیا کې خپله دنده پیل کړې وه. د ناټو دغه سوله ساتی ماموریت چې د IFOR په نامه یادیږي پکښې ۶۰۰۰۰ ځواکونو برخه درلوده. دغه پوځونه د دیتون، د سولې د پریکړه لیک په رڼا کې په دغه هیواد کې ځای پر ځای کړل شوي وو.