المان په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید په هکله څیړنې کوي
۱۳۹۱ تیر ۳۰, جمعهاعلان
د المان څارنوالي اوس په پاکستان کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د ۲۰۱۰ کال د هغه برید په هکله تحقیقات پیل کړي دي چې ویل کیږي پکښې یو المانۍ تبعه وژل شوی وو. دا خبره نن د هغې څارنوالۍ یوه ویاند وکړه. د فدرال څارنوالۍ د یوې خبرپاڼې له مخې د جولایې په لسمه نیټه د پیل شوو تحقیقاتو «هدف دا دئ چې وموندل شي چې ایا د بې پیلوټه الوتکې دغه برید چې په نیتجه کې ئې یو المانی تبعه د پاکستان په یوې قبایلي سیمه کې ووژل شو، د نړیوالو قوانینو سره سمون لري که نه.» د څارنوالۍ د وینا له مخې دغه المانی د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.