المان په ملگرو ملتونو کې د افغانستان او منځیني ختیځ کنفرانسونه جوړوي
۱۳۹۱ شهریور ۱۶, پنجشنبهاعلان
په ملگرو ملتونو کې د المان استازي پیتر ویتیگ، د چهارشنبې په ورځ وویل چې المان به د سپتمبر په میاشت کې په ملگرو ملتونو کې د افغانستان او منځیني ختیځ په اړه لوی کنفرانسونه جوړ کړي. په دغه میاشت کې به المان د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري پر غاړه ولري.
په دې ترڅ کې به د سپتمبر په ۲۰مه نیټه د افغانستان د امنیتي مسئولیتونو د لیږد په اړه یو کنفرانس جوړ شي او تر هغه وروسته به د همدې میاشتې په ۲۵مه نیټه د المان د بهرنیو چارو د وزیر گیدو ویستر ویله، يه مشري یو کنفرانس جوړ شي چې په کې به د عربي پسرلي په اړه خبرې اترې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د ویتیگ په خبره د سوریې موضوع د سپتمبر په اجندا کې شامله نه ده، ځکه چې د هغه په خبره اوس ملگري ملتونه په سوریه کې حضور نه لري. ملگرو ملتونو تیره میاشت له سوریې څخه خپل څارونکي راوغوښتل.