المان غواړي افغانستان ته ۷ جنګي څرخي الوتکې ورکړي
۱۳۹۱ تیر ۲۹, پنجشنبهاعلان
المان غواړي د لومړي ځل له پاره افغانستان ته د ټایګر په نامه اوه جنګي هیلیکوپترونه واستوي. جنرال یورګ فولمر په دوسلدورف کې د راینیشن پوست په نامه ورځپاڼي ته وویل چې د وسلو دغه نوی سیستم به د روان کال په پای او یا هم د راتلونکي کال په سر کې په کار ولویږي.
فولمر دې خبری ته اشاره وکړه چې د المان ځواکونه به د کندز پر شاوخوا د امنیت د ساتنی او همدارنګه د ازبکستان او تاجکستان څخه د ناټو له پاره د اکمالاتي لارو د ساتني په برخه کې مرسته وکړي. د دیر شپیګل په نامه ورځپاڼي ویلي دي چې دغه ډول څرخي الوتکې باید پخوا لا افغانستان ته ورکول سوی وای خو د تخنیکي ستونزو له کبله د هغو استول وځنډول سول.