المان د افغانستان څخه تورنادو ډوله الوتکي باسي
۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبهالمانۍ مجله شپيګل ليکي چي لوي درستيز فولکر ويکر د دفاع وزير څو ګوتنبيرګ ته دغه راز يو وړانديز کړی دی.
د شپيګل په رپوټ کي راغلي چي په اصل کي دغه وړانديز د ايساف د لوي قوماندان جنرال ديويډ پيترېياس لخوا سوی دی.
هغه کسان چي پخوا د اکتشافي الوتکو په سمبالښت کي بوخت ول، د افغانستان د امنيتي ځواکونو په روزنه کي دي برخه واخلي.
پيتراييس همداراز له آلمان څخه غوښتي دي چي نور ۳۵۰ تنه احتياطي عسکر دي افغانستان ته وليږي. د پيتراييس دغه غوښتنه آلمان له ستونزو سره مخامخ کوي.
د هغوي د ماموريت له مخه دي دغه احتياطي عسکر يوازي په لنډ وخت کي د مشخصو دندو لپاره وګمارل سي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير ويسترويله بايد هم د هغوی ماموريت تاييد کړي. ويسترويله د شنبي په ورځ په برلين کي ويلي دي چي د امنيتي ځواکونو روزنه لومړيتوب لري.
آژانسونه/ نسيم صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل