المان تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان ته هر کال ۱۵۰ میلیونه یورو ورکوي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبهاعلان
المان ویلي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هر کال له افغان امنیتي ځواکونو سره ۱۵۰ میلیونه یورو مرستې وکړي. د المان صدراعظمې انگلا میرکل پرون په برلین کې د المان او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک سند تر لاسلیکولو وروسته وویل چې هیواد ئې د افغانستان پر وړاندې د اوږدې مودې له پاره تعهد لري.
کرزي وویل چې افغانستان د خپلو امنیتي ځواکونو د تمویل له پاره هر کال ۳.۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې پخپله افغانستان کولای شي چې د دغو پیسو یوازې ۱۰ سلنه برابرې کړي او پاتې برخه ئې باید د نړیوالو مسرتو له لارې تمویل شي.